Connect with us

تازه خبرونه

طالبان د اوربند غوښتنه ردوي او وایي، چې په خپلمنځي خبرو کې به پری بحث وشي

خپور شوی

د

طالبانو د اوربند غوښتنه داسې ځواب کړې؛ پر اوربند به د افغانانو ترمنځ په خبرو کې بحث وشي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د سوریې له یوې رسنۍ سره په مرکه کې خبرداری ورکړی، چې که ۵ زره بندیان د افغانستان حکومت لخوا خوشي نشي، بله لاره یې د جګړې دوام دی.

ولسمشری په یوه اعلامیه کې ویلي؛ د ملي امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې ټینګار شوی، چې د حکومت د کړنلارې له مخې دې د طالب بندیانو خوشي کول روان وساتل شي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو له خوا د بندیانو خوشي کول ګونګ دي.

ولسمشر غني وایي: زه پر طالبانو غږ کوم، چې د ملګرو ملتونو، د سیمې هېوادونو او افغانستان د خلکو دغې حقمنې غوښتنې ته دی مثبت ځواب ووایي؛ جنګ دې ودروي او اوربند دی وکړي.

په  قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې اوربند د افغانانو ترمنځ د خبرو موضوع ده.

شاهین زیاتوي؛ که د دوی ۵ زره بندیان خوشي نشی، دوه یمه لار د جګړې دوام دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي: که دوی غواړي، چې د سولې مسئله له سیاسي لارې حل کړي؛ سمه لار یې همدا ده او له دې پرته، بله لار نظامي ده، چې دوی ۱۸ یا ۱۹ کاله پرې دریدلي دي.

له بلې خوا رونالد کوبیا، په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازی، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې هرکلی کړی او وایي: "د بندیانو خوشي کول د تاوتریخوالي له کمولو سره غوره ده؛ خو دا بهیر به د اوربند له ټينګښت سره نور هم د منلو وړ وي. د طالب او حکومتي بندیانو له پوره خوشي کیدو مخکې باید د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

تر دی دمه، ۳۶۱ طلب بندیان د حکومت او ۴۰ حکومتي بندیان د طالبانو لخوا خوشې شوي دي؛ خو دواړه لوري د خوشي شویو کسانو په اړه پوښتنې لري. له همدې کبله، د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو خوشي کول درول شوي دي.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!