تازه خبرونه
طالبان له افغان پلاوي سره په بیجینګ کې د حکومت له آدرسه خبرې نکوي- سرچینې
یوې سرچینې آریانا نیوز ته ويلي، چې که د بیجینګ خبرو ته مرکچي پلاوی د افغان حکومت له آدرسه وي؛ طالبان ور سره خبرې نکوي.
ټاکل شوې، چې د افغان حکومت یو پلاوی د طالبانو له دولس کسیز پلاوي سره د خبرو لپاره د چین بیجینګ ته واستوي. په داسې حال کې، چې د بیجینګ ناسته د افغانانو تر منځ د خبرو اترو او په راتلوونکې کې د سولې بهیر د آسانه کولو لپاره جوړیږي.
طالبانو ویلي، چې د افغان دولت پلاوی باید له شخصي آدرسه وي او د سولې په اړه خپل لیدلوري بیان کړي.
د طالبانو لخوا په دې ناسته کې دولس کسیز پلاوی ګډون کوي، د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پلاوي مشري پر غاړه لري.
افغان حکومت وایي، ژر یې یو پلاوی له طالبانو سره په بیجینګ کې د خبرو اترو لپاره چین ته ځي.
د ولسمشر د ستراتیژیکو چارو سلاکار وحید عمر ویلي؛ یو نوملړ وروستی او بشپړ غور پرې شوی دی. زمونږ ټینګار دادی، چې د افغانستان د ټولو خلکو استازی پلاوی د یو لنډ نوملړ له مخې ولیږل شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ نه وایي، چې څوک چین ته ځي او حتا د مرکچي پلاوی شمېر هم څرګند شوی ندی.
د طالبانو لخوا د بیجینګ په ناسته کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دولس کسیز پلاوی ګډون کوي.
د طالبانو پخوانی غړی عبدالشکور مطمئین ویلي؛ نه ویل کیږي، چې دا پلاوی به له طالبانو سوه ونه ویني او طالبانو هم کومه اعلامیه په دې اړه نده وړندې کړې؛ خو له هغو سره به د حکومت له ادرسه ونګوري. دغه راز د طالبانو لخوا د ملابرادر په مشرۍ به یو ۱۲ کسیز پلاوی چین ته ولاړ شي.
د چین ناسته، چې د افغانستان د سولې بهیرلپاره حساسه یاده شوې او د دوحې مذاکراتو د پیل لپاره د لارې چارې د پیدا کیدو په خاطر به جوړه شي؛ خو پوښتنه داده، په دې ناسته کې ولې ځنډ او سرخوږی راغلی دی؟
د افغانستان د اسلامي انقلاب ګوند مشر مولوي قلم الدین په دې اړه څرګنده کړې، چې د چین ناسته به تازه خبرو ته لار اواره کړي او د افغانستان حکومت یې هم باید پر ځنډولو فکر ونکړي.
زلمی خلیلزاد د کابل سفر له بشپړولو وروسته قطر ته تللی او نږدې دوه اوونۍ کیږي، چې په دوحه کې دی. آوازې دي، چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ نارسمي خبرې به د بیجینګ ناستې تر پیلیدو پورې روانې وي.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه1 day ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو