تازه خبرونه
طالبان د سولې له احتمالي هوکړې وروسته هم د همکاریو غوښتونکي دی-خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د آریانا نیوز مناظرې په یوه بله برخه کې، چې د غبرګولي پر ۲۳ د شپې اته نیمې بجې خپریږي ویلي؛ طالبان د سولې له احتمالي هوکړې وروسته هم د امریکا د سیاسي او اقتصادي همکاریو غوښتونکي دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي؛ طالبان غواړي د امریکا له دولت سره د سولې له هوکړې وروسته هم ستراتیژیکې همکارۍ روانې وساتل شي. دوی غواړي، چې له امریکا سره په ستراتیژیکو اړیکو کې اقتصادي او سیاسي همکارۍ وپالل شي.
ښاغلي خلیلزاد څرګنده کړې، چې امریکا هم همکاریو ته چمتووالی لري او غواړي، چې له افغانستان سره دوامداره اړیکې ولري.
ښاغلي خلیلزاد له دوحې ډېر پیغامونه راوړي، چې په آریانا نیوز مناظره کې یې له خلکو سره شریک کړل.
تمې دا دي، چې خلیلزاد باید له طالب استازیو سره د خپلو خبرو ټول جزئیات بیان کړي.
زدکړیاله شکریه جلال زۍ وایي: دا یوه ښه ناسته وه؛ خو د مذاکراتو پړاوونه په دې کې رالنډیدای نشي. هیله من یو، چې خلیلزاد خپلې ټولې ناویلې خبرې د افغانستان خلکو ته وړاندې کړي.
زدکړیاله سایعه آدینه وایي: مونږ ته فانع کوونکې ناسته وه؛ خو په ټوله کې مو ونکړای شول وپوهیږو، ځکه هغه به نه غواړي، چې ټولې خبرې خلکو ته وړاندې کړي.
افغانستان له امریکا غواړي، چې طالبان له افغانانو سره د سولې خبرو ته کینوي. که هغه له پوځي لارې وي او یا هم له سیاسي هغې؛ خو موخه له طالبانو او حکومت سره روغه جوړه ده.
خبریال: علی اصغري
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه16 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ14 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی15 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ