Connect with us

تازه خبرونه

طالبان په افغانستان کې جګړې ته د چمتووالي هڅې کوي – حمدالله محب

خپور شوی

د

(Last Updated On: سلواغه ۲۵, ۱۳۹۹)

د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي؛ طالبانو خپل ټول قومندانان خپل کور کوټې ته غوښتي، چې په پسرلي کې د جګړې د تودولو لپاره چمتووالی ونیسي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن ( شنبه د سلواغې ۲۵) په یوه ګډه خبري ناسته کې خبریالانو ته ویلي، چې طالبانو ټول قومندانان پاکستان ته غوښتي، چې په پسرلي کې د جګړې لپاره نوې سپارښتنې ترلاسه دکړي. حمدالله محب زیاته کړې؛  د پاکستان او طالبانو کړنو ته په کتو هیڅ داسې تمه نشته، چې پاکستان به د افغان د سولې د بریا لپاره مرسته وکړي.

د ملي شورا سلاکار حمدالله محب ويلي، چې طالبان د خپلو بادارانو په غوښتنه جګړه کوي.

ده دا ټینګار هم کړی؛ طالبان د جګړې ټولې نخچې په پاکستان کې جوړوي.

حمدالله محب څرګنده کړې، چې له دې وروسته به یو طالب زنداني هم خوشې نکړي؛ ځکه، چې د پېنځه زره طالبانو له خوشې کولو سره په افغانستان کې تاوتریخوالی سل په سلو کې لوړ شوی.

د افغانستان د ملي امنیت ريیس او د ملي دفاع وزارت مرستیال وايي، چې په پسرلي کې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره یې چمتووالی نیولی دی.

دغه راز په دې ګډه خبري ناسته کې د ملي امنیت ریاست عمومي مشر احمد ضیا سراج څرګنده کړې؛ طالبان د خبرو له میزه د تېښتې په حال کې دي، خو حکومتي پلاوی خبرو ته په تمه دی.

د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وایي: په هر ځای کې، چې هغوی پلانونه جوړ کړي، راټول شي او هلته موتربم جوړ کړي؛ مونږ هلته عملیات کوو.

پر طالبانو دا تورونه په داسې حال کې لګول کیږي، چې طالبانو په خپله تازه اعلامیه کې ویلي؛ د دوحې تړون عملي کول، د پاتې زندانیانو خوشې کول او د تورنوملړه د دوی د مشرانو نومونه لرې کول د روانې شخړې د پای ته رسولو لپاره یوازنۍ لار ده.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!