Connect with us

تازه خبرونه

طالبان هڅه کوي، چې د کویټې شورا هلمند ته ولیږدوي- دولت وزیری

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

download (1)

د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي؛وسلوال طالبان یو ځل بیا هڅه کوي،چې د کویټې شورا هلمند ته ولیږدوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي:د هلمند د جګړې ډګر؛ځکه تر بل هر ځای ګرم دی،چې پنجابي، ایغور او چچین جګړه مار د وسلوالو طالبانو ملاتړ ته راغلي دي.

د نوموړي په وینا؛دغو وسلوالو په یوه وخت د هملند په اووه وسلوالیو او مرکز کې جګړو ته زور ورکړی،چې د ځان له پاره یې په خوندي ځای بدل کړي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری ټینګار کوي، چې پنجابیان په پراخه کچه له خپلو عصري تجهیزاتو او نویو کماندو ځواکونو سره هلمند ته رارسیدلي او د جګړې ډګزر یې تود کړی دی.

د هلمند باغران، دیشو، موسي کلا او نوزاد ولسوالۍ مخکې له مخکې د وسلوالو طالبانو په ولکه کې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي،چې هلمند ته په تېرو څلیریشت ساعتونو کې یو سلو څلور څلوېښت جګړه ییز او اکمالاتي پروازونه شوي او په ډېر شمېر تازه دمي سرتېري دغه ولایت ته رسیدلي دي.

دی زیاتوي،چې د چارشنبې په شپه یې یوازې په ناوه کې اتیا وسلوال مخالفین وژلي دي.

پوځي کارپوه میرزا محمد یارمند وايي؛افغان سرتېري ښه روزل شوي او په میړانه جنګیږي؛خو کمزوری مدیریت د دې لامل شوی،چې وسلوال طالبان پرمختګونه وکړي.

دی وايي،چې طالبان د هلمند د باغران له لارې هڅه کوي شمال ته لار پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده،چې یو شمېر امریکايي سرتېري هم په هلمند کې پراته دي  او د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کوي. 

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!