Connect with us

بی بی سی پښتو

طالبان سندرغاړي نه زغمي، خو زه نه شم کولای موسیقي پرېږدم

خپور شوی

د

(Last Updated On: وږی ۳۰, ۱۴۰۰)

د خونې په منځ کې ایښې باجه غږېده، نجلۍ سندره بلله او بیا یې ناڅاپه په چیغو وژړل، خو د ډاډ ورکولو لپاره مې هیڅ خبره نه ورته درلوده.

دغه نجلۍ عایشه خان نومېږي، چې د یوه پردي هېواد، د پردي ښار په یوه خونه کې له څو اونیو راهیسې یوازې ژوند کوي.

دې نه یوازې خپل وطن، ښار او کور تر شا پرې ایښي، بلکې خپل ارمانونه یې هم همالته نیمګړي ترې پاتې دی.

دا وايي:

یوازې له دې کبله مې هېواد نه دی پرې ایښی، چې مسلمانه یم او بشپړ حجاب نه کوم، بلکې له دې کبله مې هېواد پرېښود چې یوه نجلۍ یم او سندرغاړې یم.

عایشه وايي، کله چې طالبان د پلازمېنې نژدې سیمو ته ورسېدل، استاد یې ورته وویل، چې اوس نو له هېواده د وتلو وخت دی.

عایشه لومړی ځل د ستاره افغان خپرونه کې راڅرګنده شوه او له دوو کلونو راهیسې یې کابل کې د موسیقۍ زدکړه کوله.

د عایشه ځانګړتیا په ژوندۍ بڼه د سندرو ویلو وړتیا ده.

عایشه وايي له موسیقۍ سره یې مینه بې کچې ده او نه شي کولای ترې لاس پر سر شي.

دا وايي:

زما لپاره موسیقي د ځان، خپل کلتور او احساساتو د اظهار وسیله ده، د یوې ښځې په حیث ګرانه ده چې د خپلو احساساتو څرګندونه وشي، خو د موسیقۍ له لارې دا کېدای شي، ځکه ټول خلک له موسیقي سره مینه کوي.

عایشه وايي، پوهېده چې راتلونکی یې ناڅرګند دی، خو د موسیقۍ مینې اړه کړه، چې هېواد پرېږدي.

دا وايي:

پاسپورټ مې درلود، خو په هغه وضعیت کې ان د ګاونډیو هېوادونو تر پولو تګ هم اسانه چاره نه وه، څو جوړه کالي مې غوټه کړل او له خپلې خونې راووتم، زما او زما د ګرانې خورلڼې لارې هم بیلې شوې، چې کلونه مو په یوه خونه کې ژوند کړی و.

له موسیقۍ سره د مینې له کبله عایشه لومړی له کورنۍ هم جلا شوې.

دا په دې هکله ډېره نه غږیږي، خو په خبره یې لومړی د کور پرېښوول او بیا له هېواده وتل اسان نه و. نوموړې وايي، د حقوقو محصله وم، پلار مې غوښتل وکیله شم، خو زما زړه په موسیقۍ کې بند و او د مسلک په توګه د موسیقۍ له انتخاب سره ډېرې ننګونې ملې وې.

عایشه وايي، په ښوونځي کې ډېره ستایل کېدم، خو کورنۍ مې دودپال وو، هلته د داسې ذوق پالل امکان نه درلود.

دا زیاتوي، د ستاره افغان خپرونه مشهوره وه، یوه ورځ مې د ازموینې لپاره غږیز کلیپ ورواستاوه، په لیست کې مې نوم راغی، خو د سندرې له خپرېدو مخکې مې لیلیه کې استوګنه غوره کړه، ځکه پوهېدم چې کورنۍ به مې هیڅکله داسې اجازه رانه کړي او زه د دې اجازې لپاره د دوی پر وړاندې نه شوای درېدای.

عایشه وايي، نه پوهېږم دې هېواد کې به تر څه وخته کډواله یم، خو په هېواد کې پاتې دوستانو ته هم اندېښمنه یم. دا وايي، له خورلڼو سره خبرې سختې دي، اندېښمنه کېږم، دوی د طالبانو په هکله د خبرو په ترڅ کې د سختیو، بندیزونو او ګواښونو خبرې کوي، دوی ان خپلې کوڅې ته نه شي تلای، ټولې زړه ماتې او نهیلې دي.

عایشه راته وویل، دوې میاشتې کېږي، چې کرۍ شپه د افغانستان او هلته پاتې افغانانو اندېښنو اخیستی یم، ځان ته او هغو کسانو ته اندېښمنه یم چې له هېواده وتلي دي. دا وايي، مرکه راته اسانه نه وه، خو غواړم د ځان او هغو ټولو هنرمندانو په استازیتوب وغږیږم چې افغانستان کې له خطرونو سره مخامخ دي، غواړم طالبانو ته هم ووایم، چې تاسو پوهېږئ که نه چې دا د هر افغان افغانستان دی.

عائشہ خان

BBC

دا وايي، افغانستان یوازې د طالبانو نه دی او دوی باید ښځو ته له درناوي سره او له بنسټیزو حقونو سره د ژوند کولو حق ورکړي.

عایشه وايي، نړیوال ته یې پیغام دا دی چې زما د عمر کسان ځان خوندي نه محسوسوي، په عاجزۍ سره له ټولو هیله کوم چې زموږ مرسته وکړئ، او زموږ د ازادي بېرته ترلاسه کولو لپاره زموږ تر څنګ ودرېږئ.

د مرکې په پای کې د عایشې له سترګو اوښکې څڅېدې او له ما یې وپوښتل، په اردو ژبه سندره درته ووایم؟

په خندا مې ورته وویل، هو!

چې غزل یې ویله، په زړه کې مې د دې د هوډ ستاینه کوله، ځکه عایشه په افغانستان کې د یوې بلې ناهیلي کوونکې دورې په ترڅ کې د یوه نوي نسل استازې راته ایسیده چې هیڅکله نه غواړي دې نوي وضعیت ته تسلیم شي.

Advertisement

بی بی سی پښتو

بې پولې خبریالان: افغانستان کې رسنۍ تاو تریخوالي او جبري سانسور سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۴۰۰)
Photographers and cameramen

AFP

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو له مهاله راهيسې تر اوسه د خبریالانو د نیول کېدو ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.

دغه اداره وايي خبريالانو سره تاوتريخوالى شوى، ګواښل شوي او ورته ويل شوي چې کوم خبر باید خپور کړي او کوم باید خپور نه کړي.

دغې ادارې په خپل رپوټ کې دا د خبر یالانو په چارو کې د طالبانو استخباراتي ادارې بربنډه لاس وهنه او د رسنیزو قوانینو خلاف کړنه بللې ده.

بې پولې خبریالان وايي، تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو نیولو او ځورونې پېښې لا ډېرې وې.

پخپلسري ډول د اریانا نیوز خبریال اسلم حجاب او د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت د سلواغې پر ۱۱ مه نیول شوي وو او د ۴۸ ساعتونو لپاره بندیان وو.

دا د خبریالانو نیولو وروستۍ پېښه وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دې هکله ویلي و، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو نیول شویو خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.

بل لور د بې پولې خبریالانو رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو استخباراتو ۵۳ ریاست دې پېښو کې مخامخ ښکېل دی، دوی خبریالانو ته د خبرونو او ان خپرونو لپاره د مېلمنو په انتخاب کې لاسوهنه کوي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه کې د ایران او افغانستان څانګې مشر رضا معیني وايي، د خبریالانو ګواښل او ځورول د منلو وړ نه دي او هغوی باید د نیول کېدو له ډاره پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د خبریالانونړیوال فدراسیون هم تېره ورځ د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول او ځورونه غندلې او په وینا یې دغه ډله باید پخپله وینا کې د بیان ازادۍ درناوی وکړي.

طالبانو په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې ویلي، خبریالان کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو اسلامي اصولو ته باید پاملرنه وشي.

د ښځینه فعالانو نیول کېدو پېښې

.

Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوالې ادارې امنيستي انټرنېشنل هم پر طالبانو غږ کړى چې په سملاسي ډول دې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي چې د خپلو حقونو لپاره په سوله ييز ډول احتجاج کوي.

په دا وروستیو کې شپږ ښځې په کابل کې وسله والو کسانو له ځان سره بیولې دي.

د یوې نیول شوې نجلۍ تمنا پریاني خور شګوفه وايي، له طالبانو غواړم، چې لطفاً زما خویندې پرېږدئ، تاسې ولې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب نه وایاست؟

د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته مهال له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د دې سازمان یوه څېړونکي زمان سلطانی بي بي سي ته وویل:

طالبان باید سملاسي غیر قانوني نیونې ودروي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول نیول شوي دي، باید له قید او شرط پرته خوشي شي. موږ دا وروستیو کې د جبري بې درکه کېدو او نیول کېدو شاهدان وو.

طالبان د ښځو نیولو پېښو کې لاس لرل ردوي، خو وايي، پلټنې کوي.

د طالبانو ویاند یوه مرسیتال انعام الله سمنګاني بي بي سي ته وویل:

موږ په پرلپسې ډول له امنیتي ارګانونو سره اړیکه کې یو. تر اوسه پورې دې لړ کې له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي. ښايي امنیتي ارګانونه به هم تر اوسه کوم معلومات نه لري. موږ ته یوازې همدومره ویل شوي دي، چې زموږ هڅې روانې دي.

د بشري حقونو سرغړونو دا پېښې داسې مهال کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د فرانسې له خبري اژانس سره یوه تازه مرکه کې ویلي، له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکي په ښه کېدو دي او نژدې ده، چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.

بل لور نړیواله ټولنه وایي، تر هغو چې طالبان بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي و نه کړي، حکومت به یې په رسمیت و نه پېژندل شي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

اروپايي پارلمان مرستياله: بشري حقونو ته له پام پرته د طالبانو رسميت پېژندنه به شونې نه وي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۳, ۱۴۰۰)
.

Getty Images

د بېلجيم پلازمېنه بروکسل کې د افغان ښځو په تړاو د اروپايي پارلمان له خوا جوړې شوې ځانګړې ناستې پر دويمه ورځ يو شمېر افغان ښځینه فعالانو وویل، چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو د حکومت رسیمت پېژندلو له مسلې جلا دي.

يو شمېر مشهورې افغان مېرمنې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې وې د اروپا پارلمان کې د دغه هېواد د ښځو وضعيت بيا کتنې او له طالبانو څخه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو د څرګندولو په موخه راټولې شوې وې.

په همدې حال د اروپا پارلمان يوې مرستيالې هيډي هوټالا بي بي سي ته وويل، “تر هغه چې طالبان وګړي ځوروي، ښځې چې د ټولنې نيمی برخه ده څنډې ته کړې او د نجونو د زدکړو مخنيوی کوی، د دې امکان لږ دی چې اروپايي ټولنه دې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر لور ګام واخلي”.

نوموړې زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو هم د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټينګار وکړ.

د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، “د بشري مرستو برابرول او د طالبانو په رسميت پېژندل يو له بل سره بايد تړاو ونلري”.

نوموړې چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه له بي بی سي سره په خبرو کې وويل، “افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرول او د هېواد بانکي سيستم پيلول د طالبانو په رسميت پېژندلو ته اړتيا نه لري”.

نوموړې زياته کړه چې “نړيوالې ټولنې ته د دوی پيغام دا و چې تر هغې چې جنسيتي توپير، د خبريالانو ځورونه، توپيري چلن دوام ولري طالبان په رسميت مه پېژنئ، دا ډله د افغانستان د خلکو استازيتوب نشي کولی”.

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې وزارت وياندې ناجيه انوري هم بي بي سي ته وويل، “نړۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره په دې شرط مرسته کوله چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري”.

اغلې انوري وويل، “نړۍ بايد د افغانستان په اړه لا ډېر فکر وکړي او له تېرو درسونو زدکړه وکړي او وګوري چې په کوم ځای کې تېروتنه شوې”.

افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم وويل، “دا زما لپاره ارزښت لري د هغو ښځو غږ شم چې اوس اوزا نشي اوچتولی”.

نوموړې وويل چې “افغان ښځې اوس د طالبانو پر وړاندې د بنديانو په څېر دي چې د زدکړې او کار اجازه نه لري”.

اغلې سعيد زياته کړه، “د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له لارې له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي”.

د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي وو، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون درلود.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

افغانستان: یو شمېر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شوي او ښځینه زدکوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۳, ۱۴۰۰)
افغانستان

Getty Images
ارشیف تصویر

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر دولتي پوهنتونه لومړی ځل پرانیستل شوي او نجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ټولګیو ته ستنې شي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې تر څنګ طالبان وايي، نجونې او هلکان به ځانګړي ټولګي ولري او د نصاب کتابونه به له اسلامي اصولو سره سم وي.

ملګرو ملتونو د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: راځي په ټول افغانستان کې پوهنتونو ته د ښځینه او نارینه زدکوونکو ستنېدو ملاتړ وکړو، په (دې) ملاتړ کې د سکالرشپونو پرواګرام او له ښځینه او نارینه استادانو سره روان ملاتړ هم شامل دی.

https://twitter.com/DeborahLyonsUN/status/1488793136553943045

په پام کې ده، نور پوهنتونونه به هم د روانې میاشتې وروستیو کې پرانیستل شي، خو د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني تېره اونۍ په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي.

د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به بیا پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.

د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.

EPA
د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.

افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي.

طالبان وايي، تعلیمي ادارو ته د نجونو له تلو سره مخالفت نه کوي، خو دوی باید بشپړ اسلامي حجاب وکړي، د نجونو او هلکانو ټولګي ځانګړي وي او درسي کتابونه باید د اسلامي اصولو له معیار سره سم وي.

دا پوهنتونونه د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ ناروې کې له مخامخ خبرو یوه اونۍ وروسته پرانیستل کېږي.

په ناروې غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!