Connect with us

تازه خبرونه

طالبان د سولې مرکچي پلاوي د وژنې هڅې تر سره کوي ـ امرالله صالح

خپور شوی

د

(Last Updated On: زمری ۲۶, ۱۳۹۹)

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي؛ د حکومت د مرکچې پلاوي پر غړې فوزیه کوفي وسلوال برید د طالبانو لخوا  تر سره شوی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې که د طالبانو وس ورسيږي، د مرکچې پلاوي ټول غړي به پر ډزو ووژني او یا یې په ځانمرګي بریدونو کې له منځه وړي.

میرمن کوفي د جمعې پر ورځ له غرمې وروسته د کابل – پروان پر لویه لار د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې ټپي شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې میرمن کوفي او د هغې خور هغه مهال تر وسلوال برید لاندې راغلي، چې په پروان کې له یوې غونډې څخه کابل ته راروان ول.

د هغه په ​​وینا ، برید هغه مهال ترسره شو کله، چې دا دوه میرمنې له خپل موتر څخه راووتلې او غوښتل یې د سړک تر غاړې یو څه واخلي.

ښاغلي آرین زیاته کړې، چې ګولۍ د میرمن کوفي پر ښي لاس لګیدلې او اوسمهال یې روغتیایي حالت ښه دی.

یو شمېر سیاستوال په دې باور دي، چې طالبان او حکومت د باور فضا د رامنځته کولو لپاره بندیان خوشې کوي؛ خو اوس هم داسې ښکاري، چې تر منځ یې د بارو فضا ډېره تته ده.

د وحدت ملي ګوند رهبر  محمد محقق ویلي؛ د سولې لپاره یو د افغانستان خلکو پرېکنده نیت دی او یوه هم تپل شوې بهرنۍ اراده ده، چې په بېړه به پلې شي؛ خو ستونزې او د سولې پیچلتیا به پاتې وي.

 افغان حکومت وايي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلیدو لپاره یې ټول اړین ګامونه اوچت کړي دي.

د افغان دولت د مرکچې پلاوي غړی نادر نادري وایي، چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره خبرو ته ښه نیت لري. طالبان دې هم چمتووالی وښیي، چې خبرې پیل شي.

طالبان بیا وايي، چې حکومت د خبرو د پیلولو لپاره بنسټیز کارونه ندي کړي او په بېلا بېلو پلمو د طالب زندانیانو د خوشې کیدو په مخ کې ستونزې او ځنډونه جوړوي.

د سولې انستیتیوت مشر خلیل ساپي ویلي؛ داعش بیا خپلې لیکې پیاوړې کړي، د سیمې استخبارات د سولې بهیر د ګډوډولو هڅې کوي او حکومت هم د خپلې څو ورخني پایښت لپاره بېلا بېلې پلمې کاروي او غواړي  د بندیانو د خوشې کیدو بهیر وخنډوي، چې دې کار ناباورۍ رامنځته کړې دي.  

له دې ټولو سره سره په پام کې وه، چې د اګست پر شپاړسمه په قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي؛ خو داسې ښکاري، چې اوس هم اوږده لار په مخکې لرو او خبرې پیلیدونکې ندي.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!