تازه خبرونه

طالبان د افغانستان د نیولو لپاره هڅې کوي – راپور

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا د پوځ لوی درستيز جنرال مارک میلي پرون (چارشنبه ، د چنګاښ ۳۰) ویلي؛ داسې بریښي، چې طالبان د افغانستان په ځانګړي توګه د لویو ښارونو د نیولو لپاره ستراتیژیک پلان لري.

جنرال مارک ملي ویلي، چې طالبانو د ښارونو د نیولو لپاره هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس د افغانانو، افغان امنیتي ځواکونو او افغان حکومت د ارادې او رهبرۍ د آزموینې وخت دی.

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي وایي، د افغانستان تر نیمایي ډېرو ولسوالیو مرکزونه د طالبانو په لاس کې دي.

مارک میلي خبرداری ورکوي، چې د طالبانو وروستیو پرمختګونو ته په کتو ممکن دا ډله له پوځی لارې د افغانستان واک ترلاسه کړي.

هغه ډاډ څرګندوي، چې د طالبانو بریا قطعي نده او تر دې دمه ندي توانېدلې، چې د افغانستان لوی ښارونه ونیسي… افغان ځواکونه هم د خپلو خلکو د دفاع لپاره د منسجم کېدو په حال کې دي.

دغه امریکایی جنرال باور لري، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري؛ خو دی وایي، چې د یادو ځواکونو شمېر له خاورې څخه د دفاع لپاره کافي ندي.

هغه وایي: د افغانستان راتلونکې په بشپړ ډول د خلکو په لاس کې دی او په دې هېواد کې مختلفې پایلې شتون لري. زه غواړم ووایم او ځو ځله مې مخکې هم ویلي، چې د طالبانو له لوري له پوځي لارې واک ته رسېدل کومه هېره شوې تجربه نده. مونږ وضعیت له نږدې څارو او د اړتیا په صورت کې به لاس په کار شو.

اوسمهال امریکا له کابل بهر د ټولو عملیاتي مسوولیت افغان حکومت ته ورکړی.

د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن وایي: مونږ په افغانستان کې څلور مهم ماموریتونه لرو؛ مونږ په افغانستان کې د خپل ډیپلوماټیک حضور ته ژمن یو، دوه یم له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مالي ملاتړ کوو، درېیم د افغانستان امنیتي وزارتونو ته د مشورې ورکول او همدارنګه د ترهګرو ډلو مخنیوی هغه ماموریتونه دي، چې افغانان ورته اړتیا لري.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ولسوالیو د لاس پر لاس کېدو په لړ کې ولسمشر غني ویلي، چې د یوې امنیتي طرحې پر بنسټ به له درې تر شپږ میاشتو په بهیر کې به د افغانستان وضعیت بدلون ومومي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل مخ پر بشپړېدو دي او د اګست تر۳۱ به پوره ووځي.

اسوشیټیډ پریس د دفاع وزیر د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د امریکا تمرکز به د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وي، نه له طالبانو سره.

آسټین وایي: له افغانستان څخه پر امریکا به د بریدونو له پیلولو څارنه کوي. لکه د سپټمبر یوولسمه، چې پر افغانستان د امریکا تر مشرۍ لاندې د یرغل یوازنی علت و.

آسټین زیاته کړې، زمونږ اصلي هدف دا دی، چې تاوتریخوالی او تروریزم زمونږ هېواد ته له افغانستان څخه صادر نشي او له دې امله به مونږ وکولی شو نه یوازې دا مشاهده کړو، بلکې مخنیوی یې هم وکړو.

پنټاګون ویلي؛ طالبانو ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به القاعدې ته پناه نه ورکوي.

آسټین وایي: دوه کاله وروسته به په افغانستان کې القاعده مدغم شي.

جنرال ملي وايي، چې طالبانو تر دې دمه په ټول افغانستان کې ۴۱۹ ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

هغه وايي؛ تر دې دمه ندي توانیدلي، چې د کوم ولایت مرکز ونیسي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په تېرو ۶ ذیا ۱۰ میاشتو کې طالبانو د افغانستان ډېره برخه نیول شوې او داسې برېښي، چې طالبان ستراتیژیک عمل  ترسره کول غواړي.

جنرال ملي وايي، چې په افغانستان کې سیاسي حل امکان لري؛ خو د واک غصب باید هېر نشي.

هغه وایي: فکر نه کوم، چې د لوبې پای لیکل شوی وي.

طالبانو تر دې دمه رسنیو ته څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version