تازه خبرونه
طالبان باید په جمهوري نظام کې را ګډ او خپلې سیاسي موخې وپالي- اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني، چې د افغان سولې لپاره د نړیوالې اجماع په اړه په ویدیوي کنفرانس کې خبرې کولې یو ځل بیا یې وویل؛ طالبانو باید د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو له لارې خپلې سیاسي موخې وپالي.
د افغان حکومت پر کوربتوب د سولې او خپلمنځي خبرو د اجماع دوه یمه نړیواله غونډه؛ د ناتو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د نړۍ د نږدې ۱۹ هېوادونو، د استازیو په ګډون د ویدیو کنفرانس له لارې په ارګ کې جوړه شوه.
ولسمشر دغې ویدیوي غونډې ته د خبرو پرمهال وویل، چې طالبان باید په جمهوري نظام کې را ګډ او خپلې سیاسي موخې وپالي.
ولسمشر زیاته کړې، چې د سولې هدفمندې پروسې ته د رسیدو لپاره د نړیوالو مشورو او ملاتړ ته اړتیا لري.
د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر د بندیانو د تبادلې پر وروستي کولو ټینګار کړی او وایي، چې په دې اړه هڅې روانې دي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم دغې غونډې ته څرګنده ګړې، چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو له خوشې کیدو یوه اوونۍ وروسته به په قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.
هغه پوره ټینګار کړی، چې د خبرو لومړۍ اجندا به اوربند وي.
عبدالله عبدالله ویلي، چې د سولې د خبرو په لومړۍ غونډه کې به پر اوربند خبرې وشي او نور مهم موضوعات به هم یو په بل پسې مطرح پر اختلافي ټکو به خبرې را وڅرخي.
نوموړي په پوره ډاډ څرګنده کړې: مونږ باید د طالبانو پر ژمنه ډاډه شو، چې نه یوازې د تاوتریخوالي کمول مهم دي، بلکې د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره اوربند پهکار دی او د سولې په خبرو کې به هم زمونږ لومړۍ خبره د اوربند په اړه وي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ويلي؛ افغان حکومت د طالب زندانیانو نه خوشې کولو ته پلمې لټوي، چې په باور یې دغې چارې د افغانانو خپلمنځي خبرې ځنډنۍ کړي دي.
شاهین زیاته کړې؛ لږ شمېر طالب بندیان پاتې دي، چې له خوشې کیدو سره به یې پېنځه زره شمېر بشپړ شي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي: هغو د څلورزره بندیانو له خوشې کیدو خبرې کوي؛ خو مونږ وایو، چې له درې زره ډېر. که دوی دا زرګونه بندیان له بنده همغه مهال خوشي کړي وای اوس به خپلمنځی خبرې هم پیل وای.
افغان حکومت د نړیوالې اجماع په یاده غونډه کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر زیاتولو نیوکه کړې؛ خو د طالبانو سیاسي دفتر وايي، چې په لویو ښارونو، پوځي اډو یې ډله ییز بریدونه درولي دي.
سهیل شاهین په دې اړه وايي؛ جګړه هغه وخت نښلي، چې افغان حکومت په د دوی تر واکمنۍ لاندې سیمو کې د پوستو جوړول او اکمالات پیل کړي.
تازه خبرونه
په هرات کې د ټاپي نللیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف
د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نللیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.
د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.
د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.
په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمهییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
تازه خبرونه
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.
د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرلهپسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.
دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.
تازه خبرونه
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.
دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.
دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.
له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.
د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.
-
تازه خبرونه5 days ago
آریانا هوايي شرکت چین ته د اوونیزو الوتنو له زیاتېدا خبر ورکړ
-
لوبی3 days ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغانيالاصله میرمن غوره شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
تازه خبرونه4 days ago
په روسیه کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي
-
سوداگري2 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days ago
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
-
تازه خبرونه2 days ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ