Connect with us

تازه خبرونه

طالبان باید ټنګ ټکور بند نکړي – هنرمندان

خپور شوی

د

د افغانستان د میرمنو لومړني ارکستر د " سفر مه کوئ یا څه مه اخلئ؛ پرځای دې د خوندیتوب لپاره تلخونه جوړه کړي، چې د برید پرمهال پناه وروړي" تر سرلیک لاندې د پیسو راټولولوهڅې پیل کړې دي.

د دې کمپاین په یوه پاڼه کې د " له زهرې سره همغږي شئ" تر سرلیک لاندې لومړنۍ غوښتنه " مالي مرسته وکړئ"  تر سترګو کیږي.

په دې پاڼه کې په ډاګه شوې: " ستاسې مالي مرسته د ډوډۍ خوړلو د تلخونې د جوړولو لپاره لګول کیږي، چې د برید پر مهال د خوندیتوب لپاره وکارول شي ".

د دې تلخونې د جوړولو لګښت ۱۵۰۰۰۰ امریکایي ډالر اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه کاله مخکې د زهرې ارکستر کنسرتونو په اروپایي هېوادونو کې ډېر لیدونکي راجلب کړل؛ خو اوس، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی دا سندرغاړي، هنرمندان او نور اړوند لوبغاړي د هېواد اوسني وضعیت په اړه اندېښمن دي.

د افغانستان د ټنګ ټکور ملي انسټیټیوټ مشر احمد سرمست، چې زهره ارکستر رهبري کوي د انګلستان ډیلي میل ته ویلي؛ مونږ دا (د طالبانو رژیم) مخکې لیدلی دی. ټول ملت د طالبانو په پېر کې  پر چوپتیا محکوم ول او ټنګ ټکور هم بند و.

احمد سرمست ټینګار کړی، چې نه غواړي د طالبانو پېر بیا تکرار شي.

هغه پدې اړه ویلي: د نن ورځې افغانستان د ۱۹۹۶ کاله ډېر بدل شوی دی. په ځانګړي توګه ځوانان، چې له خپلو حقونو خبر دي؛ هیچا ته به د شاتګ اجازه ورنکړي.

د ډیلي میل د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د ټنګ ټکور ملي انسټیټیوټ ۳۵۰ زدکوونکي لري، چې یو پر درې یې نجونې دي.

په دې نجونو کې یوه هم مینا کریمي ده، چې تېر کال بریټانیا ته په سفر تللې وه.

مینا کریمي ويلي، چې هغه او نور زدکوونکي هره ورځ د ولایتونو د سقوط په اړه بحث کوي.

مینا دا هم ویلي، چې ټنګ ټکور ورته ډېر ارزښت لري او د دې هېواد خلک له روانې جګړې وروسته ټنګ ټکور ته اړتیا لري.

دا ارکستر له ۲۰۱۴ کال راپدیخوا درې ځله تر برید لاندې راغلی دی.

د یاد انسټیټوټ مشر احمد سرمست ویلي: مونږ به خپل کار بند نکړو او مونږ به پر خپل ټنګ ټکور له طالبانو سره جګړه وکړو.

د طالبانو د نظام پرمهال له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې پر ټنګ ټکور، ټلویزیون، سینما او ټیاټر بندیز لګېدلی و او په دې پېر کې ډېرو هنرمندانو افغانستان پریښود.

که څه هم اوس طالبان ادعا کوي، چې بدل شوي؛ خو دوه اوونۍ مخکې نظرمحمد یا "ځوان خاشه" په کندهار کې د یوه لوبغاړي په توګه او په کابل کې د حکومت د رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال ووژل شول.

تازه خبرونه

په پاریس نندارتون کې د افغان زعفرانو کلنی تړون لاسلیک شو

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۴ پاریس  په نندارتون کې د یو میلیون او ۷۰ زره ډالرو پر ارزښت د ۶۰۰ کیلوګرامه افغان زعفرانو د کلني پېر تړون لاسلیک شو.

Published

on

د پاریس په نندارتون کې د څه باندې یو میلیون ډالرو پر ارزښت د ۶۰۰ کیلوګرامه افغان زعفرانو د کلني پېر تړون لاسلیک شو

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۴ پاریس  په نندارتون کې د یو میلیون او ۷۰ زره ډالرو پر ارزښت د ۶۰۰ کیلوګرامه افغان زعفرانو د کلني پېر تړون لاسلیک شو.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ دا تړون به په نړیوال ډګر کې د افغانستان د زعفرانو اعتبار نور هم پیاوړی کړي او د افغانانو د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

د افغانستان زعفران یو له هغو محصول څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې یې د کیفیت له پلوه په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای خپل کړی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پنجشېر کې د داوطلبۍ له لارې ۵ زره ۱۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

د پنجشېر ولایت د مقام ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ نن د پنجشېر ولايت په مقام کې د څه نا څه ۱۵۰ سوداګرو په ګډون داوطلبۍ وشوه او ياد شمېر استخراج شوي زمرد پر کورنيو سوداګرو وپلورل شول.

Published

on

په پنجشېر کې نن سې شنبه ( د لړم پېنځلسمه ) د داوطلبۍ له لارې (۵۰۱۴) قیراطه زمرد پر ۲۴۵ زره ۵۰ امريکایی ډالرو وپلورل شول.

د پنجشېر ولایت د مقام ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ نن د پنجشېر ولايت په مقام کې د څه نا څه ۱۵۰ سوداګرو په ګډون داوطلبۍ وشوه او ياد شمېر استخراج شوي زمرد پر کورنيو سوداګرو وپلورل شول.

سوداګرو ويلې: په پنجشېر ولایت کې زمردو ته د بازار موندنې وروستيو هڅو د دې زمینه برابره کړې، چې د دې ولایت زمرد په نړيوالو بازارونو ېښه وځلیږي.

ویل کیږي، چې په پنجشېر ولایت کې د استخراج او داوطلبۍ بهیر نه یوازې بریالی روان دی، بلکې د پانګونې تر څنګ یې ځوانانو ته هم کاري زمینه برابره کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان روغتیايي سیسټم د اندېښنې وړ دی – اوچا

اوچا، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې بشري وضعیت او اقتصادي بحران څېړلی څرګندوي: سره له دې، چې افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ په درې کلونو کې شاوخوا ۶ اعشاریه ۷ میلیارډ ډالر مالي مرسته ترلاسه کړې؛ خو په دغه هېواد کې بشري او اقتصادي بحران اوس هم پخپل حال پاتې دی.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د هېواد روغتیايي سیسټم د سقوط په حال کې دی او په دې اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

اوچا، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې بشري وضعیت او اقتصادي بحران څېړلی څرګندوي: سره له دې، چې افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ په درې کلونو کې شاوخوا ۶ اعشاریه ۷ میلیارډ ډالر مالي مرسته ترلاسه کړې؛ خو په دغه هېواد کې بشري او اقتصادي بحران اوس هم پخپل حال پاتې دی.

دغه بنسټ د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو د بندیزونو او خنډونو زیاتوالی یو له هغو عواملو ګڼي، چې په تېرو درېو کلونو کې یې دغه کړکېچ نور هم پیاوړی کړی دی.

د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، افغانستان یوازې په ۲۰۲۲ ز. کال کې شاوخوا ۳ اعشاریه ۳ میلیارډ ډالر مالي مرسته ترلاسه کړې ده.

اوچا د بانکدارۍ په سکټور کې د ګډوډۍ او د دوه اړخیزو پراختیایي همکاریو د ناڅاپه ځنډ له کبله رامنځته شوی سخت اقتصادي زوال، د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د کچې لوړوالی، بېېوزلي او وچکالي په هېواد کې د اوسني بحران د نورو عواملو په توګه یاد کړل.

په دې شننه کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه پورې اسلامي امارت له ۳۹۲ اوامرو څخه ۷۱ یې په بشردوستانه چارو کې د افغان ښځو ګډون په مستقیمه توګه پر نښه کړی دی.

اوچا وايي، چې د اسلامي امارت دغو لارښوونو په افغانستان کې د بشري فعالیتونو پر وړاندې د پام وړ ننګونې رامنځته کړې دي.

په دې شننه کې راغلي، چې د مرسته کوونکیو هېوادونو لخوا د بودجې کمېدا به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د اوسنيو بشري فعاليتونو ساتل ناشوني کړي.

دا په تاسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له حوزوي مشر سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو روغتیايي ادارو مرسته اړینه یاده کړې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!