تازه خبرونه
طالبان او حکومت د مسکو په غونډه کې ګډون کوي

د ملي پخلاینې عالي شورا او طالب سرچینو نن (دوشنبه د کب ۲۵) ومنله، چې د ملي پخلاینې عالی شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ به د افغان حکومت پلاوی او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیز طالب پلاوی د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.
د ملي پخلاینې عالی شورا سرچینې نور جزئیات ندي وړاندې کړي او د مسکو په ناسته کې یې د ګډونکوونکیو کره شمېرهم څرګند ندی.
په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم څرګنده کړې، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لس کسیز پلاوی به د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.
د مسکو غونډه د روانې زېږدیزې میاشتې پر ۱۸ جوړیږي.
دا په داسې کې ده، چې نن سهار له خلیلزاد سره د طالب او قطري مشرانو درې اړخیزه ناسته تر سره شوې ده.
په دې اړه د طالبانو ویاند محمد نعیم ویلي، چې دا ناسته د امریکا او طالبانو د تړون پر پلي کیدو راڅرخېدلي ده.
محمد نعیم په ډاګه کړې: د قطر د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر او زلمي خلیلزاد په شتون کې درې اړخیزه غونډه جوړه شوه، چې د دوحې تړون پر پلي کیدو، د افغانستان روان وضعیت او د افغانستان پر روانو خبرو اترو خبرې تر سره شوې.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې کېدی شي په دې ناسته کې له دوحې څخه استانبول ته د خبرو د ځای پر لېږد بحث شوی وي.
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا وایي: ترکیې ته د قطر د ناستو ليږد او د قطر پر هغې اندېښنې، چې زیارګالنه دلته تر سره شوې او خبرې بل ځای کې کیږي؛ خبرې شوي. خلیلزاد او ملابرادر دې د قطر خلکو ته ډاډ ورکړي، چې وروستۍ پرېکړه به په دوحه کې رامنځته کیږي.
کار پوهانو ويلي، چې له طالب رهبرانو سره د نړۍ د هېوادونو د مهمو مشرانو لیدنې کتنې ښيي، چې دوی سیاسي ځواک تر لاسه کړی او حکومت بې پلانه دی.
سیاسي شنونکي ویس ناصري ویلي: دمګړۍ په افغانستان کې طالبانو د یوه ستر ځواک په توګه ځانتونه راڅرګند او قبول کړل او اوس د سولې یو اړخ رهبري کوي او ډاډمن ګامونه اخلي.
د افغان سولې لپاره په مسکو او ترکیه کې نړیوالو غونډو ته د چمتووالي په درشل کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او حکومتي مشرانو ته یې د خپلو سفرونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.