تازه خبرونه
طالبان اورکم ته غاړه نږدي ـ د امریکا سفارت

په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي د وسلوالو طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر ډېروالي اندېښنه ښودلې او وایي، چې امریکا له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره مذاکرات وکړل؛ خو ښکاري، چې طالبان دغه کار ته غاړه نږدي.
په دې وروستیو کې وسلوالو طالبانو بریدونه ډېر کړي او جګړه یې پراخه کړې ده. په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي له خبریالانو په انلاین خبرو کې څرګنده کړې؛ دوی ډېرې هڅې وکړې، چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي، خو ښکاري، چې طالبان د تاوتریخوالي او جګړې کمولو ته ندي قانع شوي.
راس ویلسن ويلي، چې امریکا غواړي له افغان حکومت سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاریو ته دوام ورکړي.
ویلسن وايي، چې د یو شمېر رسنیو له مسوولینو سره یې د خبریالانو د ستونزو او حل لارو په اړه هم خبرې کړي دي.
په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسن ویلي؛ مونږ د فبرورۍ له ۲۹ را وروسته د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر ډېرولو ژوره اندېښنه لرو. مونږ څو ځله پدې موضوع له طالبانو سره خبرې وکړې؛ خو هغوی زمونږ نیوکې نه خوښوي. زه خواشینی یم، چې تاوتریخوالی هغې کچې ته راټیټ کړو، چې مونږ یې تمه کوله.
راس ویلسن په افغانستان کې د خبریالانو وژنو او ګواښونو ته په نغوته کې ویلي، چې د افغان خبریالانو د امنیتي ستونزو د حل لپاره یې هڅې پیل کړي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ په ښکاره له آزادو رسنیو ملاتړ کوو. د رسنیو له مسوولینو سره مو د هغو خطرونو په اړه خبرې وکړې، چې خبریالان ورسره مخ دي. پدې برخه کې نور نړیوال بنسټونه هم شته، چې لاس په کار شي.
د چارو پوهان په دې اند دي، چې: وسلوال طالبان؛ ځکه پر جګړه ټينګار کوي، چې د سولې په خبرو کې ډېر امتیازونه ترلاسه کړي.