تازه خبرونه

طالبانو په بادغیس او غور کې ۱۴ پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: )

په بادغیس او غور ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه اته پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د بادغیس ولایتي شورا غړي ناصر نظري آریانا نیوز ته ویلي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د نظري د څرګندونو له مخې؛ په پیښه کې شپږ پولیس وژل شوي او څلور نور ورک دي.

هغه ویلي، چې د دواړو لوریو تر منځ نښتې د تېرې شپې له نیمایي پیل شوې وې او څلور ساعته یې دوام وکړ.

دغه راز د غور ولایت د فیروز کوه ښار په لویدیځ کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښته کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د غور ولایتي شورا مشر فضل الحق احسان ویلي، چې پېښه تېره شپه د فیروز کوه لویدیځ په بره خانه سیمه کې رامنځته شوې ده.

Trending

Exit mobile version