تازه خبرونه
طالبانو په افغانستان کې د ترکیې پوځي شتونتیا وګواښله

طالبان خبرداری ورکوي، چې که ترکیه په افغانستان کې پوځي حضور وغځوي؛ نو د دې هېواد پر ضد به جګړې ته دوام ورکړي.
د ترکیې وروستۍ پرېکړې د طالبانو غصه راپارولې؛ ځکه ترکیې له امریکا سره هوکړه کړې، چې د کابل هوایي ډګر امنیت ساتنې لپاره به یو شمېر ځواکونه پرېږدي. طالبانو دا کار د نیواک نوموي او خبرداری ورکوي، چې دا کار به دوی د ترکي ځواکونو پر وړاندې جګړې ته اړ کړي؛ خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ترکیې له دې ګامه تود هرکلی کړی دی.
طالبانو له ترکیې غوښتي، چې ژر تر ژره دې له امریکا سره د کابل هوایي ډګر په اړه له هوکړې لاس واخلي؛ خو د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د ترکیې له دې ګام هرکلی کړی او وایي، چې د کابل هوایي ډګر ساتنه د ډیپلوماټیک حضور لپاره ډېره مهمه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس وایي: مونږ د ځواکونو د ویستو او د ډیپلوماټیک شتون په بهیر کې د ترکیې هڅې ستایوو.
د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي په داسې حال کې، چې د خپل هېواد ډیپلوماټیک حضور د کابل هوایي ډګر ساتنې پورې تړلی ګڼي او وایي؛ د طالبانو پرمختګونو اندېښمن کړي او په افغانستان کې خپل متحدین هڅوي، چې له خپلو وړتیاوو کار واخلي، چې طالب جنګیالي ودریږي.
جان کربي زیاتوي: مونږ د اړتیاوو له مخې د سیمې له هېوادونو سره د هغو نږدې بېخبناوو پر کارولو خبرې کوو، چې بهرنیو چارو وزارت یې په اړه خبرې کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاورووف امریکا تورنه کړې، چې په افغانستان کې یې ماموریت ناکام شوی او هڅه کوي، چې د افغانستان له شاوخوا سیمو ګټه پورته کړي.
هغه وایي: په بشپړه توګه عملي دلیلونه شته، چې امریکایي چارواکي په پنتاګون کې غواړي د افغانستان په شاوخوا کې له خپلو پوځي سرچینو کار واخلي، چې د اړتیا په صورت کې پر افغانستان د برید غوراوی ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د نړیوالو ځواکونو د قومندانۍ مسوولیت له سکاټ میلر څخه د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان کینټ مک کنزي ته سپارل شوی دی او نوموړي هم د کابل هوایي ډګر د امنیت ساتنه په افغانستان کې د بهرنیو بنسټونو د دوامدار حضور لپاره مهمه یاده کړه.