تازه خبرونه

طالبانو پر پاتې ۶۰۰ بندیانو د تورلګولو اسناد وغوښتل

Published

on

(Last Updated On: )

طالبانو له افغان دولت او امریکا غوښتي، چې د دوی پر بندیانو د لګول شویو تورونو په اړه اسناد وړاندې کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي ملا محمد نبي عمري ویلي؛ د حکومت لخوا یې د څلیریشت کسانو یو نوملړ ترلاسه کړی، چې ویل شوي دا کسان طالب بندیان نه، بلکې بهرنیان دي.

هغه دا هم په ډاګه کړې؛ په دې نوملړ کې لږ ترلږه ۱۲ کسان یې د افغانستان تذکره لري؛ خو طالبان په دوی کې د دوه بهرنیانو احتمالي موجودیت تائیدوي.

مولوي عمري ټینګار کړی، چې حکومت غواړي د طالبانو لوړ پوړي بندیان له بنده خوشي نکړي او له دوی او امریکا څخه پرې امتیاز واخلي. په داسې حال کې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سیاسي هوکړې له مخې د طالب بندیانو د حق العبد او جرم مسله له منځه ځي.

حکومت ویلي؛ هغه شپږ سوه طالب بندیان به خوشي نکړي، چې په اړه یې جدي تورونه موجود دي.

ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې دولت ۴۴۰۰ طالب بندیان خوشي کړي او اوس باید خبرې ژر تر ژره پیل شي.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي زیاته کړې، چې د طالبانو بریدونه د دغو خبرو د پیل خنډ شوي او د جګړې د ملامتۍ بار د دوی پر اوږه پروت دی.      

په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسن له افغان مشرانو غوښتي، چې ژر تر ژره نوی حکومت راجوړ، د ملي پخلاینې عالی شورا جوړښت رامنځته، د بندیانو تبادله بشپړه او د خپلمنځي خبرو پر لوري روان شي.

د ملي پخلاینې عالی شورا ویاند فریدون خوځون ویلي؛ طا طالبانو سره د خبرو لپاره زمونږ مرکچي پلاوی چمتو دی، طالبانو دې خبرو ته چمتو شی او د ملي پخلاینې عالي شورا جوړښت او تشکیل به هم ژر اعلام شي.  

دولت او طالبانو د آزاد شویو بندیانو د شمېر په اړه هم اختلاف لري؛ دولت وایي، ۴۴۰۰ طالب بندیان یې خوشي کړي او یوازې نیمایي دولتي بندیان د طالبانو له خوا خوشي شوي؛ خو د طالبانو سیاسي دفتر وایي څلور زره طالب بندیان او له اته سوه ډېر دولتي بندیان خوشي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او دولت د بندیانو د تبادلې بهیر بیا دریدلی دی.

Trending

Exit mobile version