Connect with us

تازه خبرونه

طالبانو پخپلو ژمنو پوره عمل ندی کړی- زلمی خلیلزاد

خپور شوی

د

(Last Updated On: تله ۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دې هېواد په ولسي جرګه کې د څارنې او سمون فرعي جرګه ګۍ ته په خپله وینا کې ویلي، چې طالبانو له امریکا سره د فبروري د تړون له مخې پخپلو ژمنو عمل ندی کړی.

د زلمي خلیلزاد د څرګندونو له مخې؛ طالبان اړ دي، چې د تړون د یوې برخې په توګه له القاعده سره اړیکې پرې کړي. که څه هم طالبانو په دې برخه کې یو څه پرمختګ کړی؛ خو ډېر نور کار ته هم اړتیا شته.

خلیلزاد ویلي، چې د تروریزم او القاعدې په اړه طالبانو د کړې ژمنې له مخې یو لړ مثبت ګامونه پورته کړي؛ خو بشپړ شوي ندي.

 خلیلزاد څرګنده کړې: پداسې حال کې، چې مونږ د امید دلایل لرو او د راتلونکیو ننګونو په اړه هیڅ شک نه لرو. په افغانستان کې جګړه په ځانګړي ډول پیچلې ده  او مذاکره کوونکي باید د شخصي ګټو او سیاسي توپیرونو مخه ونیسي. په داسې حال کې، چې د بېلابېلو حوزو نمایندګي کوي. مونږ تمه لرو، چې ستونزې او خنډونه به هم شتون ولري.

هغه دا هم وویل: که د سولې هوکړه نه وي، نو افغانان به زیانمن شي.

ولسي جرګې ته په خپله لنډه وینا کې خلیلزاد څرګنده کړې، چې د امریکا تګلاره دوه چنده ده.

د طالبانو ژمنې ته ژمن شئ، چې دوی د فبرورۍ د ۲۹ په تړون کې کړې؛ لومړی له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه او د افغانستان د سولې په خپلمنځي خبرو کې پر دایمي او هر اړخیز اوربند بحث.

دوه یم، له افغانستان څخه له هوکړې او شرایطو سره سم زمونږ د ځواکونو وتل دي؛ مونږ په داسې لاره کې یو، چې د سرتېرو کچه له ۵۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې راکمه کړو او د شرایطو پر بنسټ نوره هم راکمه شي.

خليل زاد ټينګار کړی، چې په افغانستان کې جګړه په ځانګړي ډول پيچلې ده او مذاکره کوونکي بايد د بېلابېلو حوزو نمايندګۍ کولو پر مهال شخصي ګټې او سياسي توپيرونه له منځه يوسي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې د خپلمنځي خبرو په ترڅ پرېکړه به له افغانستان سره د امریکا د مرستو راتلونکی څرګند کړي.

هغه وایي؛ مونږ نه غواړو په نورو نظام وتپو، خو مذاکره کوونکیو ته مو روښانه کړې، چې ستاسو پرېکړه به له افغانستان سره زمونږ د مرستو راتلونکی معلوم کړي.

نوموړي افغان مشرانو ته په نغوته کې ویلي؛ له رامنځته شوي فرصته د سولې لپاره ګټه پورته کړئ او د ۱۹۹۰ کلونو تېروتنې مه تکراروئ.

هغه دغه راز ټینګار کړی؛ که څه هم د د افغانانو تر منځ په خبرو کې ونډه نلرو؛ خو مونږ د ښځو له حقونو، قومي او مذهبي لږکیو، د بیان له آزادۍ، ټاکنو، د قانون له حاکمیت او د رسنیو له آزادۍ ملاتړ کوو.

خلیلزاد د ۲۰۱۸ کال په سپتمبر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو، چې د امریکا ترټولو اوږدې جګړې ته د پای ته رسولو دیپلوماتیک او سیاسي حل ومومي؛ د امریکا اردو او مالیه ورکوونکیو باندې بار کم کړي، امریکا او متحدینو ته له افغانستان څخه بیا ګواښ رامنځته نشي.

له ۱۸ میاشتو سختې دیپلوماسۍ وروسته، دوه پړاوه تر لاسه شوي؛ د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو هوکړه او د سولې د خپلمنځی خبرو پیل، چې اوس مهال په دوحه کې روان دی.

TO READ AMBASSADOR KHALILZAD’S FULL SUMMARY CLICK HERE 

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټرۍ ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه وه.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!