Connect with us

تازه خبرونه

طالبانو له هند سره رغنده اړیکو ته ټټر وهلی

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

 د طالبانو د قطر دفتر لوړپوړي غړي شېر محمد عباس ستانکزي آریانا نیوز ته ویلي: هر کله، چې نوی ډیلی د افغانستان سولې په بهیر کې مثبت ګام واخلي؛ دوی حاضر دي، له دې هېواد سره اړیکه ونیسي.

له ۲۰۱۹ راپدیخو د سیمې اړوند هېوادونو د امریک و روس او چین په ګډول له طالبانو سره خبرو ته راوړاندې شوی؛ خو هند د سیمې د نورو هېوادونو برعکس نه له طالبانو سره خبرې کړي او نه هم له دوی سره په یوه میز ناست دي او تر یوه بریده د سولې بهیر په اړه ناراضه هم ښکاري. اوس، چې امریکا غواړي هند له طالبانو سره خبرې وکړي او خپلې اندېښنې ور سره مطرح کړي؛ نو د طالبانو سیاسي دفتر آریانا نیوز ته ویلي، هند یا بل هر هېواد که د سولې په بهیر کې مثبت ګام واخلي،  طالبان ور سره اړیکه ټینګوي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر لوړپوړي غړي شېرمحمد ستانکزي ویلي:  له هر چا سره خبرو ته چمتو دي؛ خو پدې شرط، چې خبرې اترې د سولې بهیر ګډوډولو او شخصي ګټو لپاره نه وي.

دغه راز هندي چارواکو ویلي؛ نوی ډیلي هغه مهال له طالبانو سره خبرې کوي، چې افغان حکومت په رسمیت وپېژني.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ امریکا هڅه کوي، چې د افغانستان سولې خبرو اترو کې هند ته ونډه ورکړ شي.

هندي رسنۍ ډي پرنټ د هغه هېواد د چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ تمه نه کیږي، چې د نریندرا مودي دولت خپل دریځ بدل کړي او په مستقیم ډول له طالبانو سره په خبرو اترو کې یوه برخه وي، تر هغې، چې امریکا یې اړه نکړي.

آزاد خبریال سمیع یوسف ‌زی، چې د افغانستان د سولې بهیر له نږدې څاري وایي هند د افغانستان سیاسي نېام ته د طالبانو له راګرزیدنې اندېښمن دی.

هغه په دې باور دی، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کشمیر د آزادۍ زرګونه جنګیاليو په افغانستان کې هڅې لرلې. کله، چې امریکا له طالبانو سره د القاعده او نورو ډلو له ګواښه ډاډه شو؛ نو هند هم د ورته یوې ژمنې غوښتونکی شوی دی. خلیلزاد هڅه کړط، چې د هند اندېښنې طالبانو ته وړاندې کړي. اوس ښکاري، چې د طالبانو او ندیانو تر منځ اړیکه رامنځته کیدونکې ده.         

په پاکستان کې پخوانی دیپلومات احمد سعیدي ویلي؛ هند د امریکا او طالبانو له هوکړې؛ ځکه اندېښمن دی، چې پاکستان ترې ګته پورته کوي؛ خو زلمي خلیلزاد هندي چارواکو ته ویلي، چې له طالبانو سره خپلې اندېښنې مطرح کړي.

هند د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان له روله خوښ ندی؛ خو له افغان حکومت سره له اړیکو خوښ دی.

زلمي خلیلزاد له دې خبرو وروسته له نوي ډیلي څخه پاکستان ته ولاړ. نوموړي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره په لیدنه کې له اسلام آباد غوښټي، چې د تاوتریخوالي له کمي او په بیړه د افغانانود خپلمنځي خبرو له پیلولو څخه ملاتړ وکړي.

داسې ښکاري، چې له هند او پاکستان وروسته به خلیلزاد د طالبانو له سیاسي مشرانو سره د لیدنې لپاره قطر ته ولاړ شي؛ ځکه، چې په افغانستان کې د هند سوله ییز رول ورته د تینګار وړ ښکاري.

تازه خبرونه

 په هرات کې د ټاپي نل‌لیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نل‌لیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.

په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه‌ییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرله‌پسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴‌جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.

دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.

له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.

د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!