تازه خبرونه
طالبانو له امریکا سره له سولې وروسته ۴۵۰۰ بریدونه کړي
رویټرز خبري آژانس څرګنده کړې؛ د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې له لاسلیک ۴۵ ورځې وروسته طالبانو ۴۵۰۰ بریدونه کړي، چې په کې سلګونه ملکیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د رویټرز خبري آژانس د لودیځو پوځي سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته په ۴۵ ورځو کې ۴۵۰۰ بریدونه کړي، چې د تاوتریخوالي لوړه کچه ښيي.
د امریکا د دفاع وزارت د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو وړ نه ګڼي؛ خو وایي، چې دوی د سولې هوکړې د غوره پلي کولو لپاره د طالبانو د بریدونو پوره اطلاعات نه خپروي او سیګار هم د افغان ځواکونو د ځمکینو عملیاتو پر کموالي اندېښنه ښودلې ده.
د افغانستان حکومت معلومات ښیي، چې د تېرکال له کب میاشتې تراوسه ۳۸۷ کسان وژل شوي، ۵۹۰ نور ټپیان او۲۰۰ کسان تښتول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې دا یو جنایت او نبښونکې کړنه او له جنګي قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
د دغه راپور له مخې؛ د طالبانو مرګ او ژوبله کمه شوې؛ ځکه امریکا او افغان ځواکونو د امریکا او طالبانو د سولې له هوکړې وروسته په خپلو بریدونو کې کموالی راوستی دی.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جاناتان فافمن ویلي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له اوسنۍ کچې سره موافق نه یو، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کچه په بیساری توګه لوړه شوې. په دې موده کې مونږ په امنیتي بنسټونو کې له خپلو افغان همکارانو سره مرسته کوو. که څه هم د امریکا پر پوځیانو او د ښارونو په مرکزونو کې برید ندی شوی؛ خو د تاوتریخوالي لوړه کچه نشي کولی په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو په موخه له یوه سیاسي حل سره مرسته وکړي.
په همدې وخت کې سیګار کانګرس ته په خپل درې میاشتني راپور کې پدې اندېښنه ښودلې، چې ناټو د سولې له هوکړې وروسته د طالبانو د بریدونو په اړه معلومات نه خپروي او د افغان ځواکونو لخوا ځمکني عملیات کم شوي دي.
د پوځي چارو شنونکی جاوید کوهستاني ویلي، چې طالبان له امریکا سره جګړه نکويږ د هغو جنګ له حکومت سره دی.
طالبانو ویلي، چې د دغو بریدونو ډېره برخه دوی نه دي تر سره کړي؛ خو د اوربند په اړه یې د افغان حکومت ، ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې غوښتنه رد کړې ده.
تازه خبرونه
په افغانستان کې باید یو پیچ هم پاتې نهوـ ډونالډ ټرمپ
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جوبایډن د ادارې پر مشرۍ له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د ایستلو پر بهیر نیوکه کړې او وایي، چې باید یو پېچ هم ترې پاتې نهو.
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.
هغه ویلي: " که زه وای؛ له وقار او ځواک سره به مې ایستل. دوی (اسلامي امارت) به رسم ګذشت نه تر سره کاوه.»
هغه زیاته کړې: "مونږ به هیڅ راز نظامي تجهیزات نه پرېښودل او حتا د ۱۰ سینټ پر ارزښت مو ټول پیچونه راوړل."
په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن حضور نامناسب پای تل د جمهوري غوښتونکیو له نیوکې سره مخ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له وتلو وروسته د میلیارډونو ډالرو پر ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات او وسلې د اسلامي امارت لاس ته ورغلي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان سوړ ژمي اړمنو کورنیو ته ژوند ستونزمن کړی دی – ډبلیوافپي
د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.
د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبه پر ورځ ( د لیندۍ شپږویشتمه ) په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د ژمي له رارسېدو سره ډېري افغانان د خوراکی توکو له کمښت سره مخ دي.
د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.
د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې ویلي وه، چې په افغانستان کې له څوارلس میلیون ډېر خلک د راروان ژمي لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان د اقتصاد وزارت ویلي، چې اسلامي امارت د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپارهه پر پرمختیايي پروژو کار کوي او نړیوال بنسټونه هم باید د دغو پروژو پر پلي کولو له فقر او بېوسۍ سره مبارزه وکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې اړه ویلي: په لومړي پړاو کې د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له ټولو هغو مرستندویه بنسټونو مننه کوي، چې د افغانستان له خلکو سره یې مرستې کړې او اوس هم روانې دي. په دوهیم پړاو کې د بېې وزلۍ د کمولو لپاره د اقتصاد وزارت پلان دا دی، چې له افغانستان څخه د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره باید د کارموندنې، بېخبنایي او پراختیایي پروژې په پام کې ونیول شي.
ویل کیږي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ذ څرګندونو له مخې په افغانستان کې له ۲۳ میلیون اړمنو کسانو څخه په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۱۵ میلیون کسانو ته مرستې رسېدلي دي.
تازه خبرونه
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دارالامان په اړوند سيمه کې يې د ٣٧١ اعشاریه ۵ جريبه ځمکې سروې کړې ده.
د ښار او کور جوړونې وزارت د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي د توپوګرافیکې سروې له بشپړېدو خبر ورکړ.
بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دارالامان په اړوند سيمه کې يې د ٣٧١ اعشاریه ۵ جريبه ځمکې سروې کړې ده.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، دغه ښارګوټی د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه بهرنیو ډیپلوماټانو ته جوړیږي.
-
لوبی2 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي
-
تازه خبرونه2 days ago
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل
-
نړۍ2 days ago
ټرمپ او نتانیاهو پر غزه او سوریه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
-
تازه خبرونه2 days ago
اسلامآباد اوس له کابل سره خبرو ته چمتو شو
-
نړۍ1 day ago
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
-
نړۍ3 days ago
د سوریې خلک نوې جګړې ته لېواله ندي- احمد الشرع
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو