تازه خبرونه
طالبانو شپږ نورې ولسوالۍ هم ونیولې – سرچینې
د سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ له تېرې یوې شپې او ورځ راپدیخوا طالبانو له امنیتي ځواکونو شپږ ولسوالۍ بېرته نیولې دي.
په څه باندې شلو ولایتونو کې سخته جګړه، هغه جګړه چې هره ورځ په کې څو ولسوالۍ د جګړې ښکېلو خواوو تر منځ نیول کیږي او خوشې کیږي.
د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه د پکتیا میرزکه، د فاریاب دولت آباد، د بلخ شورتیپه او کلدار، د تخار چاه آب او هزار سموچ او د بغلان تاله وبرفک ولسوالۍ بېرته د طالبانو لاسونو ته ولوېدې.
ملي دفاع وزارت وایي؛ امنیتي او دفاعي ځواکونه په یوه منظم پروګرام کار کوي، چې له لاسه وتلې سیمې بېرته تر څارنې لاندې راشي او د ولسي پاڅونوالو په مرسته وساتل شي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وایي: مونږ ډېرې سیمې نیولي او دښمن ته پوره ځاني زیانونه رسېدلي دي.
د عطامحمد نور په ګډون افغان ځواکونه د سې شنبې پر غرمه د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې ول؛ خو طالبانو یوه ورځ وروسته د یوې ویډیو په خپرولو د دې ولسوالۍ له بېرته نیولو خبر ورکړ.
دا راز طالبانو د پکتیا میرزکه، د فاریاب دولت آباد، د بلخ شورتېپه، د تخار هزار سموچ او چاه آب او د بغلان تاله و برفک ولسوالۍ له امنیتي ځواکونو بېرته نیولي دي.
د بغلان ښاري هڅاند شفیق الله احدي ویلي؛ د دې ولایت له ۱۴ ولسوالیو ۷ یې د طالبانو تر څارنې لاندې دي او نورې سیمې هم نیسي.
په شمال ختیځ ښار تالقان کې هم حالات ښه ن دي او ویل کیږي، چې دا ښار طالبانو کلابند کړی او په بدخشان کې هم د ځینو ولسوالیو د نیولو هڅې روانې دي.
د تخار د ولایتي شورا غړی سید صلاح الدین برهاني وایي: طالبانو تخار محاصره کړی دی؛ خو پوځي عملیات په کې روان ندي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی ضیاالحق اتید وایي: طالبان هڅه کوي، چې ډېرې سیمې ونیسي.
د کندهار درې ولسوالۍ هم د طالبانو په ولکه کې دي؛ خو تازه یې خاکریز له لاسه ورکړې.
په هلمند کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ مخامخ جګړه په ګرشک، ګرم سیر، مارجه، نادعلي او ناوه ولسوالیو کې روانه ده، د مرکز لښکرګاه ښار په څنډو کې هم جګړه د جګړو خبرونه تر لاسه شوي دي.
د هلمند د ولایتي شورا مشرعطاالله افغان څرګنده کړې: طالبان غواړي ولسوالۍ ونیسي او که حکومت عملیات ونکړي؛ لښکرګاه ته هم رارسیږي.
دغه راز ملي دفاع وزارت وایي، چې له تېرې یوې شپې او ورځې راپدیخوا په کندوز ولایت کې د امام صاحب بندر له طالبانو پاک شوی او پر وړاندې یې چاڼیز عملیات روان دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ تر دې دمه یو سل و اته شپیته طالب جنګیالي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.
تازه خبرونه
دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوهویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .
هغه وایي: مونږ جګړه نه غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.
هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمهییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
