Connect with us

تازه خبرونه

طالبانو د ښاري ژوندانه د ښه کېدو ډاډ څرګند کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: زمری ۲۵, ۱۴۰۰)

نن  په پلازمېنه کابل کې لوی سوداګریز مارکیټونه تړلي وه؛ خو طالبان دا شرایط لنډمهالي بولي او وایي، چې په راتلونکیو څو ورځو کې به حالات پوره عادي شي.

په پلازمېنه کابل کې د طالبانو د واکمنۍ پر لومړۍ ورځ د دې لوی ښار په نږدې ټولو سیمو کې طالبان ګزمي کوي، چې د غلا او لوټ د مخنیوي لپاره حالات تر څارنې لاندې کړي؛ ځکه، نو لوی سوداګریز مارکیټونه، روغتونونه، ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.

د طالبانو یوه څارونکي ویلي: زما پیغام هېوادوالو ته دا دی، چې اندېښنه دې نکوي؛ ښار ته رادننه وي مجاهدین به د ګډوډیو د مخنیوي لپاره یوازې دوه شپې له ۹ بجو وروسته خپل څار تر سره کوي.

په تېرو څلیریشت ګړیو کې له پلازمېنې کابل څخه د هیڅ ډول ناامنیو راپور ندی ور کړ شوی؛ خو په ښار کې د پخوا په پرتله د خلکو او په ځانګړي توګه د ښځو ګڼه ګوڼه کمه ده.

کابل ښاریان د طالبانو له چلنده خوښ دي.

طالبان د ښار په مهمو سیمو کې ګزمي کوي.

طالب غړی ذبیح الله ذاکر وایي ځينې مهم واټونه تړلي دي؛ خو طالبان وايي، چې دا شرایط لنډ مهالي دي او د څو ورځو له تېریدو سره به هر څه عادي شي.

طالبانو شل کاله سخته او نه ستړې کېدونکې جګړه وکړه او اوس بریا ته ورسیدل او پر کابل واکمن دي.

د هلمند اوسیدونکی او د طالبانو د سرې قطعې غړی، چې اوس په کابل کې دي څرګندوي: لوی ارمان یې د اسلامي او شرعي نظام رامنځه کیدل دي.

طالبان د یکشنبې پر شپه د کابل ښار ځینو سیمو ته رادننه شول، چې د لوټ او غلا مخنیوی وکړي. اوس له څو محدودو سیمو پرته پر ټول کابل واکمن دي او د لوټ او تالان پر تور یې نیول شویو کسانو ته بېړنۍ  سزا ورکړې ده.

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!