تازه خبرونه

طالبانو د بندیانو له پوره خوشې کیدو سره – سره خپلې ژمنې پلې نکړې ـ حنیف اتمر

Published

on

(Last Updated On: )

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر ویلي، چې د بندیانو خوشې کیدو د بهیر له بشپړیدو وروسته هم طالبانو خپل مسوولیتونه ندي ترسره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې حنیف اتمر د شانګهای سفیرانو ته د مستقیمو خبرو د پیل، د پخلاینې په اړه د ملي اجماع او د افغانستان د سولې له بهیر سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په ګډون د سولې په پروسه کې د مثبتو پرمختګونو په اړه په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پرانستې پر مهال جزئیات وړاندې کړي دي.

حنیف اتمر پرون د شانګهای د همکاریو سازمان له سفیرانو سره په کتنه کې د افغانستان د سولې خبرو اترو پر وړاندې ننګونې او خنډونه په ګوته کړل او د تاوتریخوالي د زیاتیدو او د خپلمنځي خبرو په اجندا کې ځنډ ته یې نغوته وړاندې کړه.

نوموړي په هېواد کې د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په نغوته کې د تاوتریخوالي د کمولو او څارنې لپاره  د شخړې د نکولو د میکانیزم جوړولو غوښتنه وکړه.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې پر همدې ډول میکانیزم د حکومت او طالبانو تر منځ هوکړه شوې ده.

اتمر د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې د اسلامي کنفرانس د سازمان د هلوځلو په لټه کې د حکومت د نوښت په اړه هم خبرې وکړې.

نوموړی ویلي: د سیمې او نړۍ په سطحه د داسې یو هېواد منل ډېره مهم دي، چې زمونږ ګډې امنیتې ګټې خوندي کړي.

د شانګهای د همکاریو سازمان سفیرانو هم د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو له پیلیدو ملاتړ څرګند کړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي: دغه سازمان په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان د خلکو او دولت لاسته راوړنې وستایلې او د هغوی د ساتنې لپاره یې خپله ژمنه بیا تکرار کړه.

Trending

Exit mobile version