تازه خبرونه
طالبانو د ” افغان شموله اسلامي نظام ” پر جوړولو ټینګار څرګند کړ
طالب مشر شیخ هبة الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د “افغان شموله اسلامي نظام” پر جوړولو ټینګار کړی دی.
هغه څرګنده کړې؛ مونږ خپل ټول ولس ته ډاډ ورکوو، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یو داسې افغان شموله اسلامي نظام رامنځته کیږي، چې ټولې پرګنې به په کې د خپل اهلیت او استعداد په بنا ځان ویني، د هیچا پر حقه حقوقو به تېری نکیږي.
هغه دغه راز له افغانانو غوښتي، چې د یو سوکاله، پرمختللي هېواد او افغان شموله اسلامي دولت د لرلو لپاره دې د هېواد په بیا جوړونه کې برخه واخلي.
نوموړي له افغان حکومتي مشرانو غوښتي، چې د جګړې د دوام لپاره هیڅ ډول هڅې ونکړي.
هغه ویلي؛ طالبان او مخالفین باید د اسلامي احکامو پر بنسټ راټول شي او له توپیرونو او تعصبونو ډډه وکړي.
په دې پیغام کې دا هم راغلي: د اسلامي امارت غېږه د ټولو افغانانو لپاره خلاصه ده.
طالب مشر څرګنده کړې: مونږ باید شخصي ګټې او ارمانونه پریږدو، اسلامي ارزښتونه او ملي ګټې د معیار په توګه وټاکو او یو بل ته د بخښنې او شفقت له لارې یو قوي او متحد ملت شو.
نوموړی وایي: مونږ ته مذاکرات او تفاهم اولویت لري؛ له همدې کبله مو د مذکراتو لپاره قوي مذاکراتي ټیم موظف کړی، چې له مقابلو جهتونو سره بین الافغاني مذاکرات پرمخ یوسي؛ خو بالمقابل د کابل ادارې بار بار له مختلفو لارو څخه هڅې کړې او کوي یې، چې روان سیاسي جریان سبوتاژ کړي.
هغه دا هم ویلي: اسلامي امارت د ټولو عام المنفعه پروژو، تأسیساتو او اماکنو ساتنه او حمایت کوي، د لاقوت، پراختیا او پرمختګ لپاره يې هڅه او کوښښ کوي، ټولو مجاهدینو او په عموم کې ټولو هیوادوالوته هم سپارښتنه کوي چې د عام المنفعه ځایونو کلکه څارنه، ساتنه او پالنه وکړي، چاته اجازه ورنه کړي، چې کوم ځای زیانمن یا تخریب کړي.
هغه وايي، چې طالبان له ښوونیز بهیر ملاتړ کوي او له همدې کبله یې یو کمیسیون هم ټاکلی دی.
هغه پر ملکي تلفاتو هم اندېښنه څرګنده کړې او وایي: په جنګونو کې ملکي خلکوته زیان رسیدل او هغوی تلف کیدل د ډېرې خواشینۍ او تأسف وړ دي. اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ځانګړی او باصلاحیت کمیسیون لري، مجاهدین او هېوادوال باید له یاد کمیسیون سره هر اړخیزه مرسته وکړي، چې خدای مه کړه په جهادي جریان کې ملکي خلک متضرر نشي. که چاته ضرر رسیدلی وي، تر ممکنه حده جبران شي او په راتلونکې کې د ورته پېښو مخنیوی وشي.
طالب مشر ويلي، چې امریکایانو څو ځلې د دوحې له تړونه سرغړونه کړې؛ طالب بندیان په بشپړ ډول خوشې شوي ندي او د دوی د مشرانو نومونه په تور نوملړ کې پاتې دي.
په دې پیغام کې نوموړی خبرداری ورکوي، چې که واشنګټن خپل مسوولیتونه سرته ونه رسوي؛ نو بیا به د هر ډول ناوړه پایلو مسوول وي.
همدارنګه د افغانستان حکومت او نړیوالو ملګرو یې له جمهوري نظام او ډیموکراټیکو اصولو ملاتړ کړی؛ خو د مالي مرستو دوام یې هم د شرایطو له ډاډمنه کېدو سره نښلولی دی.
حکومت تر دې دمه د طالبانو پیغام ته ځواب ندی ویلی؛ خو حکومتي چارواکو مخکې ویلي وه، چې طالبان په ټولو خونړیو بریدونو کې لاس لري.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه1 day ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو