تازه خبرونه
ضمیر کابلوف له پاکستانيو چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کړي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، پرون (جمعه د کب لومړۍ) د افغانستان د سولې بهیر په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او پوځي چارواکو سره بحث او خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې: دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې د روانې جګړې پر حل خبرې وکړې.
د غونډې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ څرګند کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پیل ته ډاډمنه زمینه برابره کړې ده.
د دوی د څر
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د سولې خبرې به غوره پایلې ته ورسیږي او افغانان به په افغانستان کې له سولې او ثباته برخمن شي.
ضمیر کابلوف د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه سره د سیمه ییز امنیت او د افغانستان د سولې بهیر په اړه هم خبرې کړې دي.
باجوه ویلي؛ په افغانستان کې سوله د دواړو هېوادونو او سیمې په ګټه ده.
ویل کیږي، چې ضمیر کابلوف د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان له رول ستاینه کړې او هیله من شوی، چې د روسیې او پاکستان تر منځ اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
پدې ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ناټو د دفاع وزیرانو له ناستي وروسته او د امریکا ولسمشر جوبایډن په مونیښ ناسته کې په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کړی او پر سیاسي حل او ډیپلوماټیکې هڅو ټینګار اړین بولي.