د هوا حالاتو بدلونونه

صنعتي هېوادونه باید له افغانستان سره مرسته وکړي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د «له تجریده تر ادغام» نومې غونډې ته په داسې حال کې دا خبرې کړي، چې په آذربایجان کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون نهه‌ویشتمه سرمشریزه روانه ده.

Published

on

(Last Updated On: )

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د امریکا په ګډون د نړۍ له صنعتي هېوادونو وغوښتل، چې د اقلیم د بدلون پر وړاندې په مبارزه کې له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د «له تجریده تر ادغام» نومې غونډې ته په داسې حال کې دا خبرې کړي، چې په آذربایجان کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون نهه‌ویشتمه سرمشریزه روانه ده.

نوموړي دغه راز له ملګرو ملتونو وغوښتل؛ د اقلیم د بدلون په اړه دې په نړیوالو غونډو کې د افغانستان رسمي دریځ خوندي کړي، چې د دغو غونډو له لارې د افغانانو غږ نړۍ ته ورسوي.

عباس ستانکزي ويلي: له ملګرو ملتونو، سترو ځواکونو، بډايه هېوادونو او له هغو هېوادونو څخه، چې ګاز یې مونږ ته راځي؛ زمونږ غوښتنه دا ده، چې د چاپېريال په ښه کولو او خلکو ته په خدمت کولو کې  له مونږ سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر سټیفن روډریګز هم په دې غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، چې له درې کلونو وروسته افغانستان یو ځل بیا توانېدلی، چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې مالي میکانیزمونو ته لاسرسی ومومي او یو شمېر بنسټونه چمتو دي، چې پدې اړه خپلې پروژې بیا پیل کړي.

سټیفن روډریګز وایي: ما په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفرونه کړي او د اقلیم د بدلون پر ټولو زیانونو پوهیږم. د اقلیم بدلون د دې لامل شوی، چې یو شمېر افغانان تر خیمو لاندې ژوند وکړي او له بده مرغه په ​​افغانستان کې په دوامداره توګه طبیعي پېښې رامنځته شوې؛ خو د خوښۍ ځای دی، چې له ۳ کلونو وروسته افغانستان د چاپېریال ساتنې په برخه کې مالي میکانیزمونو ته لاسرسی مومي او هغو بنسټونو، چې د چاپېریال په برخه کې یې خپلې پروژې بندې کړې وې اوس یې په افغانستان کې د خپلو پروژو د بیا پیلولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د دې غونډې تنظیموونکیو ټینګار کړی، چې د هرې ورځې له تېرېدو سره د اقلیم د بدلون منفي اغېزې پر افغانستان نورې هم زیاتې اغېزې کوي او هغه وچکالۍ، چې په افغانستان کې هر دیرش کاله وروسته پېښېدې اوس ۱۰ کلونو ته رارسېدلې او دا ښيي، چې که نړۍ د افغانستان پر وړاندې همداسې بې توپیره پاتې شي؛ پایلې به یې بدبختانه وي.

ویل کیږي، چې د غونډې ګډونوالو په آذربایجان کې د اقلیم د بدلون د نړیوالې غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې موضوع له سیاسي مسایلو لرې وساتي او په مالي او تخنیکي برخو کې د اقلیم د بدلون د منفي اغېزو د خپرېدو مخه ونیسي.

Trending

Exit mobile version