سیمه ییز خبرونه

شهباز شریف د پاکستان صدراعظمۍ ته ائتلافي نوماند شو

Published

on

(Last Updated On: )

پخواني لومړي وزیر شهباز شریف ته یوه نږدې کس ویلي، چې د سې شنبې پر ورځ( د سلواغې څلیریشتمه ) ځان د بېلابېلو ګوندونو د جوړ شوي نوي ائتلاف مشرۍ ته نوماند کړ.

د پاکستان پیپلز پارټۍ د سې شنبې پر ورځ ویلي؛ دوی به د سیاسي ثبات د رامنځته کولو لپاره د نواز شریف د ګوند ملاتړ وکړي او پاکستان به له ناڅرګند برخلیکه وژغوري.

د نواز شريف د ګوند وياندې مريم اورنګزېب په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د شهباز مشر ورور نواز شريف هغه د دې څوکۍ لپاره نومولی دی.

شهباز شریف د خپل ورور پاکستان مسلم لیګ نواز سره بشپړ تړاو لري او دې ګوند ۸۰  څوکۍ او پیپلز ګوند  ۵۴ هغو پر ګټلو دوه‌یم ځای خپل کړی دی. دواړه ګوندونه به پر ګډه د ۲۶۴ څوکیو لپاره په مقننه قوه کې د ساده اکثریت لپاره بس وي.

د پاکستان پيپلز پارټۍ د مشر پخواني اصف علي زرداري زوی بلاول بوټو د شهباز شریف او د نورو سیاسي ګوندونو د مشرانو تر څنګ ناست یو خبري کنفرانس ته ویلي؛ مونږ پرېکړه کړې، چې له ناورین څخه د پاکستان د ایستلو لپاره به په ګډه حکومت جوړوو.

له دې مخکې د زرداري زوی او د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د نواز شريف په مشرۍ د ائتلاف ملاتړ ته شرطونه ايښي وه او ويلي يې ول، چې د لومړي وزير په ټاکلو کې به د دوی ملاتړ کوي؛ خو د حکومت برخه به نه‌وي.

په هرحال پېنځه ورځې وروسته د فبرورۍ د ۸ ټاکنو د رایو د وېش له کبله د بې ثباتۍ اندېښنې راوپارولې دي.

د بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان له ملاتړه برخمنو خپلواکو نوماندانو ۹۲ څوکۍ ګټلې، چې تر ټولو لویه ډله ده؛ خو دوی نه‌شي کولی نه د فرد په توګه او نه د ګوند په توګه په‌خپل‌سر حکومت جوړ کړي. دوی له مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند سره هم د اتحاد خبره رد کړې ده.

Trending

Exit mobile version