نړۍ

شمالی کوریا د پیونګ یانګ له هوایي ډګره ۲ بالسټیک توغندی وتوغول – سویلی کوریا

Published

on

(Last Updated On: )

د جنوبي کوریا پوځ په ډاګه کړې، چې شمالي کوریا د دوشنبې پر ورځ د پلازمېنې پیونګ یانګ له هوايي ډګره دوه شکمن لنډ واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي وتوغول، چې په تېره یوه میاشت کې یې دا  څلورمه تجربه ده.

رویټرز راپور ورکړی، چې جاپان هم د دې توغندي له توغولو راپور ورکړی او د کابینې منشي هیروکازو ماټسونو دا کړنه د سولې او امنیت لپاره یو ګواښ وباله.

د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز څرګنده کړې، چې د دوشنبې د ورځې دغه توخندي د پیونګ یانګ له سنان له هوایي ډګره ختیځ لوري ته توغول شوي دي.

شمالي کوریا پر ۲۰۱۷ زېږدیز کال د مشر کیم جونګ اون په حضور کې له همدې هوایي ډګره د هواسونګ – ۱۲ منځني واټن بالسټیک توغندي وتوغول.

د جنوبي کوریا د لوی درستیز دفتر ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ توغول شويو توغنديو شاوخوا ۳۸۰ کیلومټره واټن له ۴۲ کیلومټره لوړوالي سره وهلی دی.

د جاپان دفاع وزیر نوبو کیشي رویټرز ته ویلي؛ داسې ښکاري، چې توغندي د شمالي کوریا ختیځ ساحل ته څېرمه په سمندر کې لوېدلي دي.

هغه خبریالانو ته ویلي: دا پخپله څرګنده ده، چې شمالي کوریا له پرلپسې توغندیو له توغولو دا موخه لري، چې په دې اړه خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي.

کیشي زیاته کړې: د شمالي کوریا د بالسټیک توغندیو پرلپسې تجربې د جاپان په ګډون د نړیوالې ټولنې اندېښنې هم راپارولي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو ښکاره سرغړونه ده.

د امریکایي پوځ د هند – پاسیفیک قومندانۍ ویلي، چې دمګړۍ دې تجربو د مونږ او یا متحدینو ته ګواښ ندی رامنځته کړی؛ خو د توغندیو دا تجربه د (شمالي کوریا) د ناقانونه وسلو د پروګرام د بې ثباتۍ اغېزه په ګوته کوي.

د یادونې ده، چې شمالي کوریا د تاکتیکي اټومي وسلو جوړولو ته ژمنه ده او چارواکي یې هیله من دي، چې اټومي خولۍ به هم په کې ځای پرځای کړي.

Trending

Exit mobile version