نړۍ

شمالي کوریا د کروز توغندیو نوې بڼه وکاروله

Published

on

(Last Updated On: )

د شمالي کوریا دولتي ټلویزیون په ډاګه کړې، چې هېواد یې د لرې واټن ویشتونکي کروز توغندي نوې بڼه بریالۍ کارولې ده.

شمالي کوریا دا کارول شوی نوی توغندی یوه ستراتیژیکه بریا او مهمه وسله بولي.

د راپورونو له مخې؛ دغه توغندي د شمالي کوریا له خاورې او ځمکنیو اوبو څخه پر تېرېدو د ۱۵۰۰ کیلومټرو په واټن کې خپله موخه ویشتلې ده.

امریکا د دغو توغول شویو توغندیو په اړه غبرګون ښودلی او وایي، چې په اړه یې بحثونه روان دي.

دا په تېرو شپږ میاشتو کې د شمالي کوریا لومړنۍ توغول شوې آزموینه ده.

کروز هم بالسټیک توغندیو ته ورته د ځمکې له هوا نه وځي.

شمالي کوریا له ۲۰۱۷ کال راپدیخوا د بالسټیک او اټومي توغندیو آزموینه نده کړې.

دغه هېواد د خپلو اتومي او توغندیزو فعالیتونو له کبله له نړیوالو بندیزونو سره مخ شوی دی.

امریکا او شمالي کوریا د اټومي فعالیتونو په اړه بحث او خبرې کړي؛ خو تر دې دمه کومې پایلې ته رسېدلي ندي.

Trending

Exit mobile version