تازه خبرونه

شمالي کوریا د نړۍ د تر ټولو لوی توغندي مخکتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: )

شمالي کوریا  د نړۍ د اوږده واټن وهونکي لوی توغندي پرانسته کړې ده.

رویترز څرګنده کړې، چې شمالي کوریا تېره ورځ په یو لړ پوځي مراسمو کې له دوه کلن ځنډ وروسته د اوږده واټن ویشتونکی توغندی نندارې ته وړاندې کړ.

شنونکيو ويلي؛ که دا توغندی وکارول شي، نو دا به په نړۍ کې یو له تر ټولو لوی لیرې واټن ویشتونکی توغندی وي.

د آزادې اتومي شبکې مرستیال ملیسا هانهم ویلي؛ دې ته هیولا توغندی ویل کیږي.

شمالي کوریا پر هوسانګ – ۱ توغندي تر ټولو او اوږد کار کړی دی. ویل کیږي، چې دا د سمندري ځواک  لپاره نوی بالستیک توغندی دی.

ویل کیږي، چې د دې  پوځي نندارې مراسم د واکمن کارګر ګوند د ۷۵ کلیزې په مناسبت جوړ شوي وه.

Trending

Exit mobile version