نړۍ

شمالي کوریا دوه نور توغندي تجربه کړل

Published

on

(Last Updated On: )

رویټرز د جنوبي کوریا د چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې شمالي کوریا نن ( پنجشنبه د سلواغې ۷ ) دوه لنډ واټن ویشتونکي توغندي تجربه کړل.

شمالي کوریا په دې وروستیو کې د بالستیک توغندیو تجربه کولو ته زور ورکړی دی.

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز ويلي؛ شمالي کوریا له ختیځ ساحله د لنډ واټن ویشتونکيو توغنديو تجربه کړې او له ۱۹۰ کیلومټره واټن وهلو وروسته په سمندر کې لوېدلي دي.

جاپاني چارواکو هم خبر ورکړی، چې شمالي کوریا دوه نور توغندي تجربه کړي دي.

د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیډا د شمالي کوریا د بالسټیک توغنديو تجربه خواشینوونکې ده.

امریکا هڅه کوي، چې شمالي کوریا اټومي وسلو ته لاسرسی ونلري؛ خکه یې پرې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا بندیزونو او په شمالي کوریا کې د کرونا ویروس خپرېدو د دغه هېواد اقتصاد ته د پام وړ ننګونې را رامنځته کړې دي.

Trending

Exit mobile version