نړۍ

شمالي کوریا درې نور بالستیک توغندي وتوغول

Published

on

د راپورونو له مخې شمالي کوریا د شنبې پر ورځ (د مرغومي ۱۰ ) درې نور بالسټیک توغندي د کوریا ټاپو وزمې ختیځ سمندر ته توغولي دي.

د جنوبي کوریا پوځ څرګنده کړې، چې پر ځايي وخت سهار اته بجې د شمالي کوریا له هوانګهای ولایت څخه درې نوي لنډ واټن ویشتونکي توغندي وتوغول شول.

دغه توغندي د ۱۰۰ کیلومترو پر لوړوالي توغول شوي او ۳۵۰ کیلومتره واټن یې وهلی و.

د جنوبي کوریا پوځ دغه اقدام پاروونکی بللی او ویلي یې دي، چې دا کار د کوریا ټاپووزمې سولې، ثبات او نړیوالې ټولنې ته خطر پېښوي.

شمالي کوریا سږ کال تر ټولو ډېر توغندي ازمویلي دي.

د شمالي کوریا دغه وروستۍ ازموینه د جنوبي کوریا د هغه فضایي توغندي له توغولو وروسته، چې پر جامدو سون توکو  یې بریالۍ اموینه ترسره کړه؛ رامنځته شوې ده.

د تېرې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د شمالي کوریا بې پیلوته الوتکې د جنوبي کوریا هوايي حریم ته ننوتلې، چې د یو ګواښ په توګه یې جنوبي کوریا وهڅوله، چې د غبرګون لپاره خپلې جټ الوتکې او چورلکې وکاروي.

Trending

Exit mobile version