تازه خبرونه
سیګار د اسلامي امارت پر ضد د بې بنسټه تبلیغاتو دنده پر غاړه اخیستې – اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت نن (یکشنبه د غبرګولي ۲۸ ) د سیګار ادارې د راپور په غبرګون کې ویلي، چې د سیګار ادارې د امریکايي اشغال پر مهال په افغانستان کې د امریکایانو د لګښتونو د څارنې، محاسبې او بیا کتنې لپاره جوړه شوې وه؛ خو د اشغال له پای ته رسیدو وروسته یې اوس د اسلامي امارت پر ضد د جګړې « تبلیغاتي دنده» پر غاړه واخیسته.
دې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې اسلامي امارت له جدي امنیتي ستونزې سره مخ دی او په افغانستان کې بهرنۍ وسلهوالې ډلې او داخلي ګواښونه زیات شوي او یو شمېر هېوادونه له خطر سره مخ دي.
د افغانستان اسلامي امارت په اعلامیه کې راغلي، چې: مونږ د سیګار دغه راز پروپاګند پر کلکه ردوو، د افغانستان اسلامي امارت پر وضعیت پوره څارنه لري او هیڅ ډلې او سمت ته به اجازه ورنهکړي، چې افغانستان ناامنه کړي او د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي. ټوله نړۍ په ځانګړي توګه افغانان پوهېږي، چې د اشغال له پای ته رسېدو وروسته امنیت، ثبات او ډاډ رامنځته شوی او له تېرو ۴۰ کلونو وروسته افغانانو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره تجربه کړ.
د اعلامیې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې هیڅ بهرنۍ وسلهواله ډله فعاله نهده او د داعش پر نوم استخباراتي پروژه هم سخته ځپل شوې او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده.
همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت ویلي، چې هیڅ داخلي وسلهوال تهدید نشته، بلکې زمونږ ولس په سوله او ارامۍ کې ژوند کوي.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې: الحمدلله اوسني امنيت او ثبات ته په کتو د امريکايانو ستونزه څه ده، چې دا ډول اندېښنې خپروي؟ آیا دا تبلیغات کوي؟ یا دوی د داعش پر څیر د ناوړه پدیدې لپاره کمپاین چمتو کوي؟ او یا دا زمونږ ګاونډیان او نور هېوادونه اندېښمنوي؟ کیدای شي دا په امریکا کې د ځینو ډلو خپلسرې کړنې وي، یا دا، چې امریکا غواړي د افغانستان له خلکو د خپلې ناکامۍ غچ اخیستو لپاره سیمه بې ثباته، ناامنه او ناکراره کوي او یا هم له اسلامي امارت سره د ګاونډ هېوادونو د اړیکو خرابولو هڅه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت له امریکا غوښتي، چې له افغانانو سره د چین د کرکې او دښمنۍ د راپورونو خپرول دې بند کړي.
په اعلامیه کې دا هم څرګنده شوې: امریکایانو ته مشوره ورکوو، چې له افغانانو سره خپله کرکه او دښمني پای ته ورسوي، افغانستان هیچا ته ګواښ نهدی؛ خو برعکس اسلامي امارت د امریکا په ګډون له نړیوالې ټولنې سره ښې او رغنده اړیکې غواړي.
سیګار د روان کال د لومړۍ ربعې په راپور کې د داعش، القاعده او د اسلامي دولت د وسلهوالو مخالفانو ته هم نغوته کړې او څرګندوي، چې د اسلامي امارت ځینې غړي له القاعدې سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي او داعش د افغانستان حاکمیت ته تر ټولو جدي ګواښ دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر داعش، القاعده او د ( مقاومت جبهه) هغه ډلې نومولي، چې د اسلامي امارت لپاره یې امنیتي ستونزې جوړې کړې دي.
سیګار اټکل کړی، چې ښايي په افغانستان کې د درې زره په شاوخوا جګړه مار فعال وي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې په بدخشان ولایت کې داعش د دوه خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیست. په همدې حال کې د اسلامي امارت ځواکونو د پلازمېنې په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د داعش جګړه مارو پر پټنځایونو عملیات وکړل او د دې ډلې څو مهم غړي یې ووژل.
تازه خبرونه
د واخان سړک د دوهیم فاز د جوړولو تړون لاسلیک شو
د افغانستان د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت د چارسمبالي(سرپرست) محمد یونس اخوندزاده ویلي، چې د دې تړون له مخې به د دغه ۷۱ کیلومټره سړک د جوړولو چارې به چټکې تر سره شي.

د افغانستان د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي؛ نن پنجشنبه( د کب درویشتمه) د بدخشان ولایت د واخان سړک د دوهیم فاز د جوړولو تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.
د افغانستان د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت د چارسمبالي(سرپرست) محمد یونس اخوندزاده ویلي، چې د دې تړون له مخې به د دغه ۷۱ کیلومټره سړک د جوړولو چارې به چټکې تر سره شي.
د محمد یونس اخوندزاده د څرګندونو له مخې؛ د واخان سړک د جوړولو لګښت د اسلامي امارت له پراختيايي بودجې څخه تمویلیږي.
د افغانستان اسلامي امارت دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کړی، چې تېرو حکومتونو د واخان اوسیدونکي له هر راز اړينو اسانتیاوو؛ په ځانګړي توګه له سړک بېبرخې ساتلي وه.
ویل کیږي، چې د دې پروژې له عملي کېدا سره به نه یوازې د بدخشان او واخان اوسېدونکو ته ګټه ورسيږي، بلکې ورسره د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې هم پراخه شي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د پاکستان په بلوچستان کې پر ریلګاډي د برید ادعا رد کړه
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له پاکستان وغوښتل، چې د بې مسوولیته څرګندونو پر ځای دې د خپلو امنیتي مسلو او کورنیو ستونزو حلولو ته پام راواړوي.

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورګاډي برید له افغانستان سره تړاو لري.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له پاکستان وغوښتل، چې د بې مسوولیته څرګندونو پر ځای دې د خپلو امنیتي مسلو او کورنیو ستونزو حلولو ته پام راواړوي.
هغه ویلي؛ د بلوڅ اپوزیسیون هیڅ غړی په افغانستان کې نشته او نه یې له اسلامي امارت سره کومه اړیکه لرلې ده.
نوموړي زیاته کړې: “د سیاسي موخو لپاره د ملکي وګړو قرباني کول د توجیې وړ نده او مونږ په دې پېښه کې د بې ګناه خلکو پر مرګ او ژوبلې خواشیني یوو.”
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د پاکستان د پوځ ویاند ادعا وکړه، چې تېره ورځ د بلوچستان پر مسافر وړونکي ریلګاډي برید په افغانستان کې میشتو وسلوالو پلان کړی و.
پر ریلګاډي برید، چې ۴۰۰ مسافر یې لېږدول؛ د سېشنبې پر ماسپښین پیل شو او تر چارشنبې پورې یې دوام وکړ. د برید په پایله کې ۲۱ مسافر، ۳۳ بریدګر او څلور سرتېري ووژل شول.
د بلوچستان د آزادۍ پوځ د دې پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د نشهیي توکو تولید او قاچاق د پام وړ کم شوی – عبدالمتین قانع
عبدالمتین قانع دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو د دفتر د نوي راپور په غبرګون کې کړي او زیاتوي: “مونږ تاسې ته ډاډ درکوو، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل فعالیتونه د پخوا پر پرتله ډېر کړي او دا بهیر به روان وي.”

د کورنیو چارو وزارت ویاند ويلي، چې په افغانستان کې د نشهیي توکو د پروسس او قاچاق کچه د پام وړ کمه شوې او له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو یې د کښت، تولید او قاچاق په مخنیوي کې ځانګړې لاسته راوړنې لري.
عبدالمتین قانع دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو د دفتر د نوي راپور په غبرګون کې کړي او زیاتوي: “مونږ تاسې ته ډاډ درکوو، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل فعالیتونه د پخوا پر پرتله ډېر کړي او دا بهیر به روان وي.”
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر په یوه نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د اپینو بیه لوړه شوې ده.
د دې راپور په غبرګون کې، قانع وایي: “دا عامه خبره ده، چې کله تولید او عرضه نهوي؛ نو بیه څو چنده لوړیږي او د پورته ذکر شوي دفتر څرګندونې د افغانستان اسلامي امارت د ډاډمنې مبارزې ښکاره بېلګه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د قطر حکومت له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د کوکنارو له پخوانیو کروندګرو سره د بدیلو لارو په موندلو کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
-
تازه خبرونه4 days ago
په تورخم کې د افغان او پاکستانيو سرحدي ځواکونو ترمنځ لنډمهاله اوربند وشو
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغان کډوالو ۶ کټګورۍ به په ایران کې د اوسېدو اجازه ولري
-
نړۍ4 days ago
مارک کارني کاناډا د راتلونکي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو
-
تازه خبرونه2 days ago
له افغانستان سره مو ځانګړې اړیکې د تعامل بنسټ دی – هند
-
تازه خبرونه3 days ago
جرمني له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره معلومات راټولوي
-
نړۍ2 days ago
د ایران ولسمشر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ګواښلو تورن کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
ایران به د امریکا د ځورونې تر فشار لاندې خبرې اترې ونکړي – علي خامنهیي
-
تازه خبرونه5 days ago
په پاکستان کې د افغان کمپ د چت د نړېدو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې