تازه خبرونه
سیمه ییزه همکاري د افغانستان د بهرني سیاست لومړیتوب دی – اتمر

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر تېره ورځ له غرمې وروسته د ایران د انرژۍ له وزیر او د افغانستان – ایران د ګډې همکارۍ کمیسیون له مشر رضا اردکانیان سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
حنیف اتمر ویلي، چې په اقتصادي، سوداګرۍ، امنیت او د دواړو هېوادونو د کارپوهانو ترمنځ د تخنیکي تجربو تبادله، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او پیاوړتیا د سیمې او په ځانګړي توګه له ایران سره د افغانستان د بهرني سیاست لومړیتوب دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: دواړو لوریو د انرژۍ د لیږد، سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په برخو کې د همکارۍ پراخولو، د خواف – هرات د اوسپنیزې لیکې پرانستلو، د ګډو هڅو وړاندیزونو او د ګډې همکارۍ کمیسیون غونډې ته د چمتووالی په اړه خبرې وکړې. دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د مسودې او د کابل او تهران ترمنځ د پراخې همکارۍ د سند د وروستي کیدو په اړه نظرونه تبادله شول.
د دغې اعلامیې د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو د کابل او تهران ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ او د نیول شویو پرېکړو د پلي کیدو لپاره یې د نېټې پر ټاکلو هوکړه وکړه.