تازه خبرونه
سیمه دې په افغانستان کې خپلې هڅې پر امنیت، بیارغونه او پراختیا راوڅرخوي – ستانکزی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي له ګاونډ هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان په بیارغونه، امنیت او پراختیا کې مرسته وکړي.
ښاغلي ستانګزي د بلخ د هوايي ډګر د برښنا رسولو د شبکې د کار پیلولو په مراسمو کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا، بیارغونې او تلپاتې سولې په برخه کې همکاري وکړي.
د بلخ د هوايي ډګر د برښنايي شبکې د بیارغونې پلان د ازبکستان هېواد پر مالي او تخنیکي مرسته عملي شوی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي: لکه څنګه، چې افغانانو د سیمې په آزادۍ کې مهم رول لوبولی او بهرنیانو ته یې د دایمي اډې اجازه نده ورکړې او خپله سیمه او هېواد یې د خپلو وینو پر بیع خپلواک کړی او نورو هېوادونو ته یې آزادي لېږدولې؛ اوس د سیمې او نړۍ اخلاقي دنده ده، چې خپل مسوولیت ادا کړي.
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر استازی عصمت الله ارګاشیف ويلي، هېواد یې له افغانستان سره مرستو ته ژمن دی.
د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ارګاشیف وایي: زمونږ او د اوسني حکومت تر منځ اړیکې یو کال مخکې نه وې پیل شوې؛ لومړۍ ناسته مو په ۱۹۹۰ ز. کال کې وه. له هغه وخت راپدیخوا د ازبکستان حکومت مشرتابه تل هڅه کړې، چې په افغانستان کې سوله او ثبات راولي؛ سیاسي ګوندونه او حرکتونه مو ملګري وه او نن له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا شاهدان یوو.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د دې برخې د تخنیکي ستونزو له حل هرکلی کړی دی.
د ترانسپورت وزارت سرپرست وايي، چې د دغه پلان له بشپړېدو سره اوس د مزارشریف هوايي ډګر د هر ډول الوتنو لپاره چمتو دی.
د ترانسپورت وزارت سرپرست ملا حمیدالله آخوندزاده څرګندوي: د ازبکستان تخنیکي ډلې د رڼاسیستم، ځغاستلیکه او د رادیو او تخنیک څانګه رغولې، د ۲۰ کیلو ولت نوی سب ستیشن یې جوړ او زمونږ تخنیکي کارمندانو ته یې مسلکي روزنه ورکړه.
ازبکستان له څو میاشتو راپدیخوا د مزارشریف د هوايي ډګر د بیارغاونې په برخه کې کار کوي او په تخنیکي برخو کې یې کسان روزلي او د هوایي ډکر ځغاستلیکه یې هم بیا رغولې ده.