تازه خبرونه
سیاسي ګوندونه په حکومت کې طالبانو ته ۵۰ سلنه ونډه ارزوي

سیاسي بهیرونو ویلي، چې د زلمي خلیلزاد لخوا په ټولګډونه حکومت کې وړاندیز شوې پنځوس سلنه برخه طالبانو او پنځوس سلنه نوره سیاستوالو او حکومت ته تر بحث او ارزونې لاندې نیول شوې ده.
ټاکل شوې وه، چې د واک راتلونکې او په افغانستان کې د حکومت بڼه د افغانانو له خپلمنځي ناستې وروسته معلوم شي؛ خو واشنګټن په دې برخه کې نوي ګامونه پورته کړي دي.
د امریکا نوې ادارې د خلیلزاد په لاس کابل او دوحې ته د ټولګډونه حکومت جوړولو طرحه ولېږله؛ هغو سیاستوالو، چې له زلمي خلیلزاد سره کتلي وایي؛ د امریکا وړاندیز د حکومت او طالبانو تر منځ د واک برابر وېش دی، چې ښکاري سیاسي لوریو دا طرحه رد کړې ده.
سرچینو څرګنده کړې؛ په ولایتونو، وزارتونو، ملي شورا، عدلي او قضایي بنسټونو کې طالبانو ته له حکومت سره د سمې نیمایي برخې وړاندیز شوی دی.
جمعیت اسلامي ګوند ویلي، چې د حکومت، سیاستوالو او طالبانو تر منځ د واک وېش یې امریکا ته وړاندیز کړی دی.
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړی ستار مراد وایي: مونږ دا طرحه تر ارزونې لاندې نیولې او منو یې هم نه. واک باید د حکومت، سیاسیونو او طالبانو تر منځ ووېشل شي.
طالبانو له دې مخکې ویلي وه، چې حاضر ندي د سولې په خبرو کې له خپل دریځ یو ګام هم شاته شي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د حکومت له آدرسه د امریکا دې طرحې ته د رد ځواب ورکړ.
هغه سیاستوال، چې یوه ډله یې د جمهوریت تر چتر لاندې ټولګډونه نظام مني او دوه یمه ډله بیا د دې طرحې پر ارزونه غواړي.
د حزب اسلامي مرستیال حفیظ رحمان نقي وایي: دا طرحه وروستۍ نه، بلکې د تعدل او بدلون وړ ده. سیاسیون یې ارزوي او په اړه یې یوې منلې پایلې ته رسیږي. د مسکو او انقرې ناسته د همدې طرحې لپاره ترسره کیږي.
د افغانستان د سولې د هوکړه لیک د مسودې په ځینو برخو کې هم ویل شوي، چې جمهوریت او طالبان به د سولې د انتقالي حکومت د غړیو په ټاکلو کې برابره ونډه ولري.
تازه خبرونه
په هرات کې د ټاپي نللیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف
د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نللیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.
د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.
د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.
په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمهییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
تازه خبرونه
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.
د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرلهپسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.
دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.
تازه خبرونه
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.
دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.
دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.
له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.
د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغانيالاصله میرمن غوره شوه
-
لوبی3 days ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
سوداگري2 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days ago
په روسیه کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days ago
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
-
تازه خبرونه3 days ago
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
-
تازه خبرونه3 days ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ