تازه خبرونه

سیاسي ادارې او نړیوال خیریه بنسټونه دې په ډاډه زړه خپل کارونه روان وساتي – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: )
د ریاست الوزرا سياسي مرستيالۍ د ګاونډ هېوادونو له ديپلوماتانو سره د روژه ماتي په مراسمو کې د افغانستان له خلکو سره د نړيوالې ټولنې له همکاريو مننه وکړه او د بشري مرستو پر دوام یې ټینګار څرګند کړ.

د ریاست الوزرا د سياسي مرستيال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبير د ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، ترکيې، پاکستان، ايران، اندونيزيا له سفيرانو او سياسي استازیو او همدا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، د یوناما مرستیال او د آغا خان بنسټ مشر سره وکتل.

د روژه ماتي په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر نورو لوړ پوړیو چارواکو هم حضور درلود.

سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ناستې ګډونوالو ته ډاډ څرګند کړ، چې په افغانستان کې هر اړخیز امنیت تامین شوی او سیاسي ادارې او خیریه بنسټونه کولی شي په پوره ډاډ خپل کارونه او هڅې روان وساتي.

هغه د افغانستان له خلکو سره د نړيوالې ټولنې له همکاريو مننه وکړه او د دغه شان همکاريو د دوام غوښتونکی شو.

همدا راز په دې لیدنه کې مولوي امیرخان متقي ویلي؛ په تېرو ۲۰ میاشتو کې د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ اړیکې او تعامل ښه دی او هیله من یم، چې شته ستونزې به ورو ورو حل شي.

امیرخان متقي یو ځل بیا ویلي، چې د افغانستان له خاورې هیڅ هېواد ته ګواښ نشته.

نوموړي دغه راز له افغان شخصيتونو سره د اړيکو د کمیسيون د لاسته راوړنو يادونه هم وکړه او وايي، چې تر ​​اوسه پورې ٥٢٩ پخواني چارواکي او مشهور افغان شخصيتونه له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

په دې ماښامنۍ ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې میرمن روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د ماښامنۍ له تنظیم، ښه امنیت او بلنې خوښي څرګنده کړه.

Trending

Exit mobile version