لوبی

سویلي کوریا پرتګال ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام د غوراوي پړاو ته لاره پیدا کړه

Published

on

(Last Updated On: )

د سویلي کوریا ملي لوبډلې پرتګال ۲ پر یو له ماتې سره مخ کړ او د قطر ۲۰۲۲ فیفا نړیوال جام د غوراوي دوه یم یا ۱۶ پړاو ته یې لار پیدا کړه.

پرتګال له ماتې سره سره د ریکاردو هورتا پر مټ په پېنځمه دقیقه کې یو ګول وواهه او راتلونکي ډله ییز پړاو ته یې لار وموندله.

د سویلي کوریا دوه ګولونه هی چان هوانګ او ینګ ګن کیم ووهل.

له ۲۰۱۰ کال وروسته دا لومړی ځل دی، چې سویلي کوریا د نړیوال جام له ګروپي پړاو څخه مخکې کیږي. سویلي کوریا به په ۱۶ یا غوراوي پړاو کې له برازیل سره مخ شي.

یوراګوای ۲، خو ګانا ۰

یوروګوای د ګانا پر وړاندې درېیم ګول ته اړتیا درلوده ، چې دوه یم ځای ونیسي او په H ګروپ کې سویلي کوریا له منځه یوسي؛ خو په دې کې پاتې راغلل او دواړه لوبډلې له منځه ولاړې.

سویس ۳، سربیا ۲

سویس په G ګروپ کې صربیا ته له ماتې ورکولو سره دوه یم ځای خپل کړ او د غوراوي پړاو ته ورسېده.

کامرون ۱، برازیل ۰

د دې لوبې یوازنی ګول د وینسنت ابوبکر لخوا ترسره شو؛ خو دا پایله د کامرون لپاره، چې د سویس د بریا له کبله څلور نمرې لري؛ د کامرون لپاره بسنه نکوي، چې بل پړاو ته لار ومومي.

د یادونې ده، چې په ټول افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال د قطر فوتبال نړیوال جام سیالۍ په ژوندۍ بڼه له آریانا تلویزیون څخه خپریږي.

 

Trending

Exit mobile version