لوبی
سویلي افریقا د سوپر ۸ پړاو لومړۍ لوبه له امریکا وګټله
د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي پر دېرشمه) د لوبې پچه امریکا وګټله او د ویسټ انډیز په انتیګوا او باربوداس لوبغالي کې یې توپاچونه پیل کړه.
د ۲۰۲۴ کرکټ ۲۰ اوریز جام د اته غوره لوبډلو د پړاو په لومړۍ لوبه کې د سویلي افریقا ملي لوبډلې دا سیالي د ۱۸ منډو پر توپیر وګټله.
د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي پر دېرشمه) د لوبې پچه امریکا وګټله او د ویسټ انډیز په انتیګوا او باربوداس لوبغالي کې یې توپاچونه پیل کړه.
جنوبي افریقا په ۲۰ اورونو کې د امریکا لوبډلې ته د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه او لوبه یې د ۱۸ منډو پر توپیر وګټله.
د امریکا ملي لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۷۶ منډې جوړې کړې او ټاکل شوي هدف ته ونه رسېده.
د سویلي افریقا لوبډلمشر کوینټن ډي کاک د لوبې غوره لوبغاړی شو.
افغانستان د پنجشنبې پر ورځې د دې سیالیو لومړۍ لوبه له هند سره کوي، چې د کابل پر وخت به د ماښام پر ۷:۰۰ پیل شي.
دا لوبې آریانا ټلویزیون پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپروي.
Related Stories:
سکاتلند په ۲۰ اوریز نړلوال جام کې له استرالیا ماتې وخوړله