تازه خبرونه

سونیتا علیزاده د فرانسې د سولې نوښت د “آزادۍ جایزه” خپله کړه

Published

on

(Last Updated On: )

افغان رپ سندر غاړې سنیتا علیزاده، چې په امریکا کې د کډوالۍ عمر تېروي؛ د فرانسې  د سولې نوښت د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د آزادۍ جایزه وګټله.

دا د آزادۍ د ښوونیز نوښت جایزه ده، چې موخه یې د آزادۍ، سولې او بشري حقونو د پوهاوي لوړول دي.

د نړله ۵۰۰۰ ډېرو ځوانانو  ۲۵ کلنې سونیتا علیزاده ته د بشري حقونو د هڅو او د جبري ودونو پروړاندې د مبارزه لپاره هغې ته رایه ورکړې ده.

د فرانسې د نورماندي بنسټ د سولې نوښت دا د ۲۵۰۰۰ یورو جایزه هغو سندر غاړیو ته، چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۵ کلونو تر منځ وي او د آزادۍ لپاره مبارزه کوي؛ ورکول کیږي.

سونیتا علیزاده په افغانستان کې د طالبانو د رژیم پر مهال زیږیدلې؛ په نهه کلنۍ کې یې مور او پلار غوښتل هغه د ناوې په توګه وپلوري؛ خو د جګړې له کبله یې کورنۍ ایران ته کډه شوه او د هغې د واده پلان هم ورسره له منځه ولاړ.

په ایران کې یوې نادولتي موسسې نوموړې ته د زدکړې زمینه برابره کړه. هغه په تهران کې د یوې امریکایي رپ سندرغاړې د سندرې “امینم” له غږ اورېدو سره د رپ مینواله شوه او د ژوندانه د کیسې پر ویلو رپ لیکلو یې پیل وکړ؛ او د ټولې نړۍ د میلیونونو ماشومانو د جبري ودونو ناخوالې یې وړاندې او په کې راونغاړلې.

د هغې لومړۍ سندره “د پلورونکې ناوې” د نړۍ پاملرنه ځانته راواړوله کړه.

شوې دغې افغان کډوالې، چې  امریکا ته کډه کړې؛ اوس د بشر حقونو په څانګه کې د وکیل کیدو لپاره زدکړې کوي. هغه هیله لري، چې یوه ورځ بېرته افغانستان ته راستنه شي او د جبري ودونو د مخنیوي لپاره ټینګه مبارزه وکړي.

د آزادۍ جایزه یو ښوونیز نوښت دی، چې موخه یې د آزادۍ، سولې او بشري حقونو د هغو ارزښتونو د پوهاوي لوړول دي، چې د نازیانو پر وړاندې له دوه یمې نړیوالې جګړې راوتلي وه.

Trending

Exit mobile version