Connect with us

تازه خبرونه

سولې ته د رسیدو لپاره دې لنډمهاله حکومت جوړ شي ـ جمعیت ګوند

خپور شوی

د

(Last Updated On: مرغومی ۷, ۱۳۹۹)

د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود د سولې هوکړې لپاره د لنډ مهال حکومت د جوړېدو وړاندیزکړی دی.

د افغانستان جمیت اسلامي ګوند مرستیال پر افغانستان د پخواني شوروي د برغل  د یوڅلوېښتمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ویلي؛ سولې ته د رسېدو لپاره دې لنډ مهاله اداره جوړه شي او د راتلونکي نظام په اړه باید لویه جرګه پرېکړه وکړي.

احمد ضیا مسعود زیاته کړې: راځۍ، چې د سولې خبرو پر میکانیزم خبرې وکړو. لومړی باید مونږ اوربند وکړو او بیا لنډمهاله حکومت جوړ کړو.

که څه هم د افغانستان حکومت دغه وړاندیز رد کړی؛ خو د جمعیت ګوند په دې باور دی، چې حکومت نشي کولی اوسنی وضعیت کنټرول کړي.

تمه ده، چې د افغانستان ترمنځ خبرې د جنورۍ پء پنځمه بیا پیل شي او د خبرو لپاره به په ګډه اجنډا تمرکز وکړي.

د جمهوي نظام او تېرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو خوندیتوب هغه مسایل دي، چې تل افغان دولت د افغانانو تر منځ د سولې په خبرو کې سرې کرښې یادې کړې دي.  

د مشرانو جرګې غړي محمد اکبري ویلي؛ په افغانستان کې د ثبات لپاره هره هڅه باید د اساسي قانون پر بنسټ رامنځته شي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له دې محکې خبرداری ورکړی و، چې د حکومت او ټولو کورنیو لوریو په نه شتون کې به د سولې خبرې پایله ورنکړي.

د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي  پر ۶ شوروي اتحاد د  شوروي – افغانستان د دوستۍ د تړون پر پلمه پر افغانستان برید وکړ.

شورویانو د همدې ورځې پر سهار کابل ته په پراخه کچه پوځي الوتنې ترسره کړې، چې په کې د اټکل له ۲۸۰ ترانسپورتي الوتکې او د شاوخوا ۸۵۰۰ سرتېري په درې برخو کې راورسېدل.

د څو ورځو په بهیر کې  شورویانو د کابل امنیت ټینګ کړ او د ارګ پر وړاندې یې حفیظ الله امین ته د وفادار افغان اردو مقاومت یې له مخې لرې کړ.

د ۱۹۷۹ کال دسمبر پر ۲۷  ببرک کارمل د پرچم ګوند په مشرۍ د خلکو ډیموکراتیک ګوند ځای ناستی او د افغانستان د نوي مشر په توګه وټاکل شو. په دې توګه د شوروي ځمکني ځواکونه له شمال څخه افغانستان ته ننوتل.

په هره توګه کله، چې شوروي ځواکونه د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ځای پر ځای شول؛ نو د افغانانو له سخت مقاومت سره مخ شول.

د افغانستان د خلکو جهاد هغه مهال زور واخیست، چې شورویانو او د دوي حکومت د خلکو د عنعنوي ژوند او اسلام پر ضد جګړه ونښلوله.

جنګیالیو هر هغه وسلې وکارولې، چې دوی له روسانو څخه اخیستې وي یا د متحده ایالاتو لخوا ورکړ شوې وې؛  په  ۱۹۸۷ کې د امریکا ستینګر توغندیو حالات بدل کړل او  مجاهدینو په منظم ډول د شوروي الوتکې او چورلکې ویشتل پیل کړل وي.

دا مهال میخایل ګورباچوف په واک کې و او پرېکړه یې وکړه، چې اوس د وتلو او وخت دی او له کوم بري پرته په ۱۹۸۸ یې وتل پیل کړل او وروستي سرتېري یې په فبرورۍ کې ووتل.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!