تازه خبرونه
سوداګر، بډايه او عام هېوادوال دې له راستنېدونکیو افغان کډوالو لاسنيوي ته راودانګي
د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې کورنیو چارو وزارت چارسمبالي غزني ولایت ته د سفر پر مهال له سيمه ييزو چارواکو، عالمانو، قومي مشرانو، مخورو او ګڼشمېر ځوانانو سره د لیدنې پر مهال له سوداګرو، بډايه او عامو هېوادوالو وغوښتل، چې له راستنېدونکیو افغان کډوالو سره دې مرسته وکړي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني وایي: که څه هم د پاکستان ولس او علماوو د دواړو انقلابونو پر مهال له افغانانو سره ښه چلند وکړ؛ خو د افغان کډوالو په جبر را ايستلو په اړه يې د حکومت وروستۍ پرېکړې د افغانانو په ګډون ټول لوري او اړخونه خفه کړل.
نوموړي زیاته کړې د پاکستان دا ناعادلانه پرېکړه او پلان له ګڼو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ شوې او هېڅ راز قانوني توجیه نهلري.
دغه راز دین حقاني له سوداګرو، بډايه او عامو هېوادوالو وغوښتل، چې د راستنېدونکیو افغان کډوالو لاسنيوي وکړي او دغه راز د سرپناه پر رامنځ ته کېدو سربېره په سوداګریزو چارو کې نرمي او ارزاني ورسره وکړي.
هغه ویلي: په هېواد کې د بیارغاونې او آبادۍ چارې ګړندۍ شوي، جګړه پر امن بدله شوې او د خپلسرو کړنو او ګډوډۍ پر ځای خپلواک او وارث نظام رامنځته شوی دی.
دغه راز هغه د افغانانو ترمنځ پر نرم چلند، تحمل او ورورګلوۍ ټينګار و کړ او له مسوولينو يې و غوښتل، چې د قدرت تر اغېز لاندې رانهشي او له خلکو سره ښه چلند او تعامل و کړي.
د غزني والي محمد امین عمري دې ولايت ته د نوموړي سفر ستر ویاړ وباله او په غزني کې د میشتو خلکو پر استازيتوب د یاد وزارت له هڅو او همکاریو مننه وکړه.
نوموړي له ګاونډي هېوادونو څخه په زور راستنېدونکیو افغان مهاجرو لپاره د لنډمهالې سرپناه په اړه د حکومت چوپړتياوو په اړه معلومات وړاندې کړل او په ياد ولايت کې يې له میشتو خلکو وغوښتل، چې له راستنېدونکیو هېوادوالو سره مرسته وکړي.
د غزني ولایت د مرافعي محکمي رییس عبدالرحمن په هېواد کې د عدل او انصاف په اړه ويلي: اسلامي امارت د عدالت، انصاف او روڼوالي نظام دی، چې دغه اوصاف د اوسني نظام د پايښت ضمانت کوي.
په غزني کې د میشت شعيه هېوادوالو مشر سید ګل محمد معتمدی د دې ولايت تاریخي دورې ته په نغوته( اشاره) کې وویل: غزني له زرګونه کلونو راپدیخوا د اسلامي تمدن مرکز، د محمود او سنايي په شان سترو شخصیتونو ټاټوبی دی او د خپلو اسلامي او تاریخي ارزښتونو له مخې ځانګړی ځای لري.
قومي مشر حاجي محمد اکرم د اسلامي نظام ټينګښت لپاره د غزني ولس د ورکړو قربانیو یادونه وکړه او د اوسني نظام پاييښت او هېواد د پرمختګ په موخه يې د بشپړ ملاتړ او هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د سوداګرو او صنعتکارانو پر استازیتوب سخی داد فایق څرګنده کړې: د اوسني نظام د بريا اصلي سرچينه له خلکو سره مستقيمه اړيکه ده. امنيت د بل هر وخت پر پرتله ښه شوی او د قانون يو شان پلي کول يې د هېواد د پرمختګ لپاره اړين وبلل او د یو لړ ستونزو د اواري لپاره یې د لازمو آسانتياوو رامنځته کېدو غوښتنه و کړه.
تازه خبرونه
دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوهویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .
هغه وایي: مونږ جګړه نه غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.
هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمهییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
