لوبی
سري لانکا له افغانستان څخه د ۲۰ اوریز لوبلړ دوهیمه لوبه هم وګټله

(Last Updated On: )
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو په دوهیمه لوبه کې له سریلانکا څخه د ۷۲ منډو پر توپیز ماتې وخوړه.
د دوشنبې د ورځې ( د سلواغې دېرشمه / د فبرورۍ نولسمه) په لوبه کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ د پچې له ګټلو وروسته د توپاچوونې پرېکړه وکړه.
سري لانکا په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې افغانستان ته د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان ټول لوبغاړي د ۱۷ اورونو په ۱۱۵ منډو کې وسوځېدل.
افغانستان د یاد لوبلړ لومړۍ لوبه بایللې وه او دوهیمه بریا هم سریلانکا خپله کړه.
له دې مخکې سریلانکا له افغانستان څخه ټسټ لوبه او د یو ورځنیو سیالیو لوبې هم ګټلې دي.
د یادونې ده، چې درېیمه او وروستۍ لوبه به د چارشنبې پر ورځ په رنګیري ډمبولا نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.