تازه خبرونه

سراج الدین حقاني د پولیسو د فراغت په مراسمو کې ځان رسنیو ته څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: )

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقاني د اسلامي امارت له واکمنۍ شپږ میاشتې وروسته رسنیو ته په دې هیله راڅرګند شو، چې نور په هېواد کې د بې باورۍ ټغر ټول شي.

سراج الدین حقاني، چې د پولیسو د یوشمېر افسرانو د فراغت په مراسمو کې یې ګډون کړی و؛ له امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې د کور پر کور د تلاشۍ په وخت کې خلک و نه ځوروي، بلکې له ستونزې سره د مخامخ کېډو په صورت کې له سیمه ییزو عالمانو مرسته وغواړي.

هغه زیاته کړې؛ ملت دې له امنیتي ځواکونو سره د امنیت په تامینولو کې اوږه پر اوږه همکاري وکړي، په چاڼیزو عملیاتو او د تلاشۍ پر مهال دې امنیتي کسان له خلکو سره نېک چلند وکړي.

نوموړي امنیتي ځواکونو ته د کور په کور تلاشۍ په اړه ويلي، خلک مه ځوروئ او که له کومې ستونزې سره مخ کېږئ؛ نو له سیمه ییزو دیني عالمانو مرسته وغواړي.

د کورنیو چارو وزارت دا لوړپوړی چاروکی نړیوالو ته هم د پخلاینې پیغام لري او وايي؛ افغانستان به له دې وروسته د نورې نړۍ پر وړاندې د ګواښ ځای نه وي او هغو هېوادونو، چې پخوا یې پر جګړه لګښت کړی؛ اوس کولی شي د افغانستان په بیارغونه کې خپلې پیسې ولګوي.

د لومړي وزیر دوه یم مرستیال عبدالسلام حنفي هم د درې سوه پنځوس زریز امنیتي او دفاعي ځواک د جوړولو خبره کوي او وايي، دا پوځ به پر بهرنیو مرستو تکیه نه وي.

نن د پولیسو اکاډمۍ څلور سوه اویا ښځینه او نرینه افسرانو له زدکړو وروسته د فراغت سندونه هم ترلاسه کړل.

د یادونې وړ ده، چې یادو افسرانو د دې بنسټ په جنايي، لوجستیکي او سرحدي څانګو کې څلورکلنې زدکړې پای ته ورسولې او تمه ده، چې له خپل مسلک سره سم په دولتي اداروکې وګمارل شي.

Trending

Exit mobile version