تازه خبرونه
سراجالدین حقاني په کابل کې د آذربایجان له سفیر سره ولیدل

(Last Updated On: )
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراجالدین حقاني د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې د یاد هېواد د سفارت له پرانیستلو هرکلی څرګند کړ او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا غوښتنه یې وکړه.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د آذربایجان سفیر په کابل کې د ياد هېواد د سفارت پرانيسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه ګام بللی او په افغانستان کې یې د بشپړ امنيت او له نشهيي توکو سره د مبارزې لپاره د اسلامي امارت هڅې وستایلې.