ساینس او ​​ټیکنالوژي

ساینس پوهانو د خوځنده زړه او دماغ مصنوعي جنین جوړ کړ

Published

on

(Last Updated On: )

د کیمبرج پوهنتون څېړونکيو د بنسټیزو حجرو او سلولونو له ترکیبه د یوه داسې ژوندي مصنوعي جنین پر رامنځته کولو بریالي شوي، چې نه یوازې د خوځنده دماغ او زړه لرونکی دی، بلکې د ملا تیر، کولمې او عضلات هم لري او په پای کې پر ژوندي موږک بدلیدلی شي.

ساینس پوهانو ويلي، چې دا لاسته راوړنه کولی شي د بنسټیزو حجرو او سلولونو له کارولو سره د مصنوعي انساني جنینونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

د دوی د څرګندونو له مخې، په راتلونکي کې به دا لاسته راوړنه د انسان د اعضاوو د تولید او پیوند لامل شي او د اړتیا وړ اندامونو او ارګانونو د کمښت په پوره کې به د خلکو ژوند وژغورل شي.

همدارنګه، دا څېړنه کولی شي له داکترانو سره مرسته وکړي، چې د امیندوارۍ په لومړیو پړاوونو کې د سقط لاملونه په ډاګه کړي. دا، چې له ۲۰ څخه تر ۵۰ سلنې امیندوارۍ د سقط لامل کیږي؛ نو د کیمبرج پوهنتون د ساینس پوهانو څېړنې او لاسته راوړنې خورا ارزښتناکې کیدی شي.

د نیویارک پوست د څرګندونو له مخې، د کیمبرج پوهنتون څېړونکیو خپله دغه تجربه د جنین له درې حجرو او سلولونو پیل کړه او په مناسب چاپېریال کې یې پریښودې، چې جنین د ژوندانه اړیکه رامنځته کړي.

مصنوعي جنین په پیل کې له بنسټیزو حجرو او سلولونو څخه جوړ شوی؛ خو په لنډ وخت کې یې حجرې وده کوي او په پای کې پر بشپړ ژوندي موجود بدلیږي. د جنین له ودې سره ځینې بنسټیزې حجرې په غړیو، هډوکو او نورو نسجونو کې راښکاره کیږي. تولیدوونکې حجرې هم د دې لپاره زیرمه کیږي، چې کله د جنین بدن زیانمن شي او نوي نسج تولید ته اړتیا ولري.

که د کیمبرج لابراتوار څېړونکي په راتلونکي کې د انساني نسجونو پر نښلولو بریالي شي؛ نو پر مرسته یې کولی شي، چې په لابراتوارونو کې د بدن داسې غړي تولید کړي، چې انسانانو ته پیوندېدلی شي.

د پروژې یوه ساینس پوه زرنیکا ګوتز په یوه خبري کنفرانس کې ویلي؛ د دې څېړنې پایله د انسان د مصنوعي غړیو جوړول، وده او د ناروغانو د ژوند ژغورنې لپاره یې پیوندول دي. مونږ کولی شو له دغې پوهې ګټه پورته کړو؛ مصنوعي جنین جوړ او د انسان د بدن د غړیو او ارګانونو درملنه وکړو.

Trending

Exit mobile version