سیمه ییز خبرونه

د ۲۰۲۳ کال تر نیمايي پورې به د هند نفوس له چین څخه ډېر شي – ملګري ملتونه

Published

on

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق په ډاګه کړې، چې د هند وګړي به د روان کال تر نیمایي پورې  ۲.۹ میلیون ته، چې له چین به ډېروي؛ ورسیږي.

دې ټولنې په یوه نوي راپور کې د هند نفوس ۱.۴۲۸۶ میلیارد او د چین هغه یې  ۱.۴۲۵۷ میلیارد اټکل کړی دی.

د UNFPA راپور د ۲۰۲۳ تر نیمایي پورې د ملګرو ملتونو د اټکلونو پراساس د وګړیو متحرکاتو په اړه معلومات وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق استازي ایدي رایت د دغو معلوماتو په اړه ویلي: د هغې ورځې نوم واخیستل اسانه ندي، چې د هند وګړي به د چین له وګړیو څخه زیات شي؛ ځکه، چې دقیقه نېټه یې معلومه نده.

د دغه راپور له مخې؛ امریکا د ۳۴۰ میلیون وګړیو پر لرلو  درېیم ځای لري.

Trending

Exit mobile version