تازه خبرونه
زوی مې له ۱۷ کلونو راپدیخوا د ګوانتانامو په زندان کې بندي دی – بي بي صفورا

په کابل کې یوه کورنۍ ادعا کوي، چې د دې کورنۍ یو غړی له تېرو ۱۷ کلونو راپدیخوا په ګوانتانامو زندان کې بندي دی.
د دغې کورنۍ غړي وايي، چې د دوی د کورنۍ دغه غړی محمد رحیم نومېږي او له اووهلس کلونو راپدیخوا په ګوانتانامو زندان کې بندي دی.
دوی له اسلامي امارت غواړي، چې د محمد رحيم د خلاصون لپاره له امريکا سره خبرې اترې وکړي، چې نوموړی خوشې شي.
د محمد رحیم مور بي بي صفورا ادعا کوي، چې زوی یې اووهلس کاله مخکې د پاکستان له لاهور ښاره نیول شوی او د ګوانتانامو زندان ته لېږدول شوی دی.
بي بي صفورا وايي؛ محمد رحيم شات پلورل او تر څنګ یې ديني درسونه زدهکول.
هغه د دې کار پړه پر پاکستان اچوي.
نوموړې ويلي؛ د سره صلیب له لارې له خپل زوی سره په اړیکه کې دي او ځینې وختونه دوی د لیکونو له لارې د یو او بل پوښتنه کوي.
د دې کورنۍ نورو غړيو هم ادعا کړې؛ محمد رحیم د اسلامي امارت په لومړي پېر کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په څانګه کې کار کړی او دا مهال په ګوانتانامو زندان کې وروستی افغان بندي دی.
دوی له امریکا غواړي، چې محمد رحیم خوشې کړي.
د دې کورنۍ بله هیله دا ده، چې اسلامي امارت باید د دوی د زوی د خلاصون لپاره کار وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي؛ دا موضوع تعقیبوي او له امریکایانو سره یې په لیدنو کې هم مطرح کړې ده.
محمد داوود؛ د محمد رحیم کشر زوی دی، چې د پلار له نیول کېدو وروسته دوه کلن شو. داوود اوس لوی شوی دی؛ خو هیله لري، چې یوه ورځ خپل پلار د خپلې کورنۍ په ګرمه غېږ کې وویني.
دا په داسې حال کې ده، چې څه وخت مخکې د اسلامي امارت غړی بشر نورزی له ګوانتانامو زندانه خوشې شو.