تازه خبرونه
زه اوس هم د افغانستان ولسمشر یم

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني، چې تېر کال یې د اګست پر ۱۵ له هېواده تېښته کړې؛ په خپلې لومړۍ تلویزیوني مرکه کې وایي: د هېواد د اساسي قانون له مخې اوس هم د هېواد ولسمشر یم.
په راتلونکیو څو ورځو کې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط او له هېواده د پخواني ولسمشر اشرف غني د تېښتې یو کال پوره کېږي.
اشرف غني د جمهوري نظام له سقوط وروسته په خپله لومړنۍ تلویزیوني مرکه کې، چې له A.B.N تلویزیون سره یې کړې؛ ادعا کوي، چې د اساسي قانون له مخې اوس هم د افغانستان ولسمشر ګڼل کېږي او تر هغې، چې د هېواد وګړي په قانوني بڼه بل څوک د ولسمشر په توګه و نه ټاکي، نو پخپل ځای به پاتې وي.
هغه وایي: زه د اساسي قانو پر بنسټ ولسمشر یم او تر هغې، چې د افغانستان خلک په قانوني بڼه بل څوک ونه ټاکي؛ زه ولسمشر یم.
اشرف غني د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې له افغانستان څخه وتښتېد وايي؛ هغه وروستی کس و، چې له افغانستان څخه ووت. د هغه په خبره؛ دا کار یې، ځکه وکړ، چې د داکتر نجيب الله له برخلیک سره مخ نشي.
هغه زیاته کړې، چې له ده مخکې د ملي دفاع وزير په ګډون د کابينې ډېر غړي له افغانستان څخه تښتېدلي وه.
اشرف غني وایي: زه وروستی کس وم، چې له هېواده ووتم او دا هم د دې لپاره، چې د افغانستان د ولسمشر داکتر نجیب ترخه تجربه تکرار نشي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې؛ د نظام په سقوط کې ټولو سیاستوالو ونډه درلوده.
هغه د ملي پخلاینې شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله د جمهوريت د ړنګېدو مسوول بولي او پر زلمی خلیلزاد هم نیوکې کوي.
نوموړی په دې اړه وایي: داکتر عبدالله د جمهوریت د نه ټینګښت مسوول دی. په ځانګړي توګه په وروستیو اووه کلونو کې. دوه یم دا، چې د افغانستان د سولې شورا مسوول وې؛ کوم ګام دې پورته کړ؛ د کاغذ پر مخ دې کومه طرحه وړاندې کړه او یا په عمل کې کله ، چې دوحې ته په ځانګړې الوتکه کې ولاړې او د اختر پر ورځ بېرته راغلې؛ ماته دې وویل، چې طالبان هیځ راز حرکت ته چمتو ندي.
د هېواد یو شمېر وګړي د اشرف غني دغه خبرې د شرم وړ بولي او وايي، چې د اوسنیو ټولو اقتصادي بدمرغیو لامل له افغانستان څخه د اشرف غني وتل دي.
د هېواد یو شمېر نور وګړي بیا وایي؛ اشرف غني د بښنې پر ځای بې ګټې خبرې وکړې، ځکه د ده تېښته د حکومت د سقوط لامل شوه، امنیتي بنسټونه له ماتې سره مخ شول او د نجونو ښوونځي اوس هم تړلي دي.
دوی د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي سره د ده د پرتلې په اړه وايي، هغه د یو موټي ولس ولسمشر دی او امر يې د هېواد ټول امنیتي ځواکونه مني.
دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه د اشرف غني له وتلو وروسته د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح د افغانستان د اساسي قانون له مخې ځان د ولسمشرۍ مشروع سرپرست اعلان کړی دی.