تازه خبرونه
زه اوس هم د افغانستان ولسمشر یم

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني، چې تېر کال یې د اګست پر ۱۵ له هېواده تېښته کړې؛ په خپلې لومړۍ تلویزیوني مرکه کې وایي: د هېواد د اساسي قانون له مخې اوس هم د هېواد ولسمشر یم.
په راتلونکیو څو ورځو کې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط او له هېواده د پخواني ولسمشر اشرف غني د تېښتې یو کال پوره کېږي.
اشرف غني د جمهوري نظام له سقوط وروسته په خپله لومړنۍ تلویزیوني مرکه کې، چې له A.B.N تلویزیون سره یې کړې؛ ادعا کوي، چې د اساسي قانون له مخې اوس هم د افغانستان ولسمشر ګڼل کېږي او تر هغې، چې د هېواد وګړي په قانوني بڼه بل څوک د ولسمشر په توګه و نه ټاکي، نو پخپل ځای به پاتې وي.
هغه وایي: زه د اساسي قانو پر بنسټ ولسمشر یم او تر هغې، چې د افغانستان خلک په قانوني بڼه بل څوک ونه ټاکي؛ زه ولسمشر یم.
اشرف غني د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې له افغانستان څخه وتښتېد وايي؛ هغه وروستی کس و، چې له افغانستان څخه ووت. د هغه په خبره؛ دا کار یې، ځکه وکړ، چې د داکتر نجيب الله له برخلیک سره مخ نشي.
هغه زیاته کړې، چې له ده مخکې د ملي دفاع وزير په ګډون د کابينې ډېر غړي له افغانستان څخه تښتېدلي وه.
اشرف غني وایي: زه وروستی کس وم، چې له هېواده ووتم او دا هم د دې لپاره، چې د افغانستان د ولسمشر داکتر نجیب ترخه تجربه تکرار نشي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې؛ د نظام په سقوط کې ټولو سیاستوالو ونډه درلوده.
هغه د ملي پخلاینې شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله د جمهوريت د ړنګېدو مسوول بولي او پر زلمی خلیلزاد هم نیوکې کوي.
نوموړی په دې اړه وایي: داکتر عبدالله د جمهوریت د نه ټینګښت مسوول دی. په ځانګړي توګه په وروستیو اووه کلونو کې. دوه یم دا، چې د افغانستان د سولې شورا مسوول وې؛ کوم ګام دې پورته کړ؛ د کاغذ پر مخ دې کومه طرحه وړاندې کړه او یا په عمل کې کله ، چې دوحې ته په ځانګړې الوتکه کې ولاړې او د اختر پر ورځ بېرته راغلې؛ ماته دې وویل، چې طالبان هیځ راز حرکت ته چمتو ندي.
د هېواد یو شمېر وګړي د اشرف غني دغه خبرې د شرم وړ بولي او وايي، چې د اوسنیو ټولو اقتصادي بدمرغیو لامل له افغانستان څخه د اشرف غني وتل دي.
د هېواد یو شمېر نور وګړي بیا وایي؛ اشرف غني د بښنې پر ځای بې ګټې خبرې وکړې، ځکه د ده تېښته د حکومت د سقوط لامل شوه، امنیتي بنسټونه له ماتې سره مخ شول او د نجونو ښوونځي اوس هم تړلي دي.
دوی د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي سره د ده د پرتلې په اړه وايي، هغه د یو موټي ولس ولسمشر دی او امر يې د هېواد ټول امنیتي ځواکونه مني.
دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه د اشرف غني له وتلو وروسته د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح د افغانستان د اساسي قانون له مخې ځان د ولسمشرۍ مشروع سرپرست اعلان کړی دی.
تازه خبرونه
اسلامي امارت له هیچا سره د هیچا پر وړاندې جګړه نهغواړي- امیرخان متقي
امیرخان متقي په عمان کې له افغان سوداګرو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ؛ اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او غواړي، چې افغانستان د منفي سیالۍ د ډګر پر ځای د اقتصاد او ټرانزیټ مرکز شي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست) امیر خان متقي ويلي، چې اسلامي امارت متوازن سیاست خپل کړی او د یو هېواد د راضي کولو لپاره د بل هېواد پر وړاندې جګړه نهکوي.
امیرخان متقي په عمان کې له افغان سوداګرو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ؛ اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او غواړي، چې افغانستان د منفي سیالۍ د ډګر پر ځای د اقتصاد او ټرانزیټ مرکز شي.
هغه وایي: “مونږ يو متوازن سياست لرو.” متوازن سیاست پدې معنا دی، چې مونږ د یو هېواد د خوشحاله کولو لپاره د بل هېواد سره جګړه نه کوو. مونږ د یو هېواد د خوښۍ لپاره د بل هېواد مخالفت نهکوو. “مونږ له هرچا سره عادي اړیکې غواړو.”
امیر خان متقي په عمان کې له میشتو سوداګرو او افغانانو سره د خبرو پر مهال ټینګار کړی، چې اسلامي امارت به په داسې ډول امنیت تامین کړي، چې د بهرنیو استخباراتي سازمانونو ته د مداخلې زمینه برابره نشي.
متقي د نظام دننه د اختلافاتو شتون هم ردوي او په دې اړه خبرې مبالغه ګڼي.
نوموړي ویلي: “د شخړو، ګډوډۍ او ناامنۍ شتون رښتیا ندی. که هر څومره تبلیغات وي؛ په عمل کې تاسې ګورئ، چې په کابل، کندهار، مزار، جلالآباد او هرات کې هیڅ پېښه نهکیږي.”
د اسلامي امارت د ډيپلوماټيکو خدماتو مشر دا هم ويلي، چې عمان ته یې په خپل سفر کې هڅه وکړه، چې د کابل او مسقط ترمنځ د سوداګرۍ او د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره لار اواره کړي.
هغه همدارنګه ټینګار کړی؛ د اسلامي امارت له بیا واک ته رسیدو وروسته د نشهيي توکو د روږدي کیدو پر وړاندې جدي مبارزه شوې او دوی توانیدلي، چې د ۴۰۰ زره روږدو کسانو درملنه وکړي او ورته کاري زمینې برابرې کړي.
تازه خبرونه
په امریکا کې سختو توپانونو مرګ او ژوبله رامنځته کړه
د ایبيسي نیوز د راپور له مخې؛ دغو توپانونو او بوړبړکیو د امریکا په میزوري، آرکانزاس، ټکزاس، اوکلوهوما، کانزاس او میسیسیپي ایالتونو کې ۲۹ کسان ټپیان کړي دي او پراخ مالي زیانونه یې هم رامنځته کړې دي.

امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د لومړنیو څرګندونو له مخې د دې هېواد په لویدیځو او سویلي سیمو کې سختو توپانونو ۳۳ کسان مړه کړي او ۲۹ نور ټپیان دي.
د ایبيسي نیوز د راپور له مخې؛ دغو توپانونو او بوړبړکیو د امریکا په میزوري، آرکانزاس، ټکزاس، اوکلوهوما، کانزاس او میسیسیپي ایالتونو کې ۲۹ کسان ټپیان کړي دي او پراخ مالي زیانونه یې هم رامنځته کړې دي.
په راپور کې زیاته شوې، چې تر دې دمه له ۱۲۷ ډېرې توپاني څپې او بوړبړکۍ راغلي، چې سرعت یې په ساعت کې له ۱۳۰ کیلومټرو ډېر ښودل شوی دی.
په راپور کې راغلي؛ توپانونو ۵۰۰ ودانۍ نړولي، د برښنا سیسټم یې خراب کړی او ځنګلي اورونه یې رامنځته کړي دي.
ویل کیږي، چې توپان اوس هم چټک روان دی او میلیونه خلک یې له مالي او ځاني زیانونو سره مخ دي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د غځولو لپاره رایې اچوي
دا په داسې حال کې ده، چې څه وخت مخکې د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د یوناما ماموریت “ناکام” یاد کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن یکشنبه (د کب شپږویشتمه) څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې سبا، دوشنبه (د مارچ اووهلسمه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما د ماموریت غځولو لپاره د یوې مسودې پر پرېکړه لیک رای اچونه وشي.
دې شورا په یوه راپور کې ویلي: که دا مسوده تصویب شي، نو د یوناما ماموریت به د یو بل کال لپاره پرته له دې، چې خپلې دندې او لومړیتوبونه بدل کړي وغځوي.
د راپور له مخې؛ په دې مسوده کې د یوناما له یو کلن ماموریت سره د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو حقونو، ښځې، سوله او امنیت، په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت، ترهګري، د مخدره توکو قاچاق، سپکې وسلې، داخلي بې ځایه شوي کډوال او د طبیعي پېښو اغېزې خوندي پاتې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي؛ تمه ده، چې د شورا ټول ۱۵ دایمي او غیر دایمي غړي به ترې ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه وخت مخکې د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د یوناما ماموریت “ناکام” یاد کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما ماموریت تورن کړی، چې د افغانستان د وضعیت په اړه “منفي او ناسم” راپورونه ورکوي.
مجاهد ویلي، چې د یوناما راپورونو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه “منفي ذهنیت” رامنځته کړی دی.
-
تازه خبرونه5 days ago
له افغانستان سره مو ځانګړې اړیکې د تعامل بنسټ دی – هند
-
نړۍ5 days ago
د ایران ولسمشر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ګواښلو تورن کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
د واخان سړک د دوهیم فاز د جوړولو تړون لاسلیک شو
-
تازه خبرونه4 days ago
پر مسافر وړونکي ریلګاډي برید په افغانستان کې پلان شوی و- د پاکستان ادعا
-
لوبی5 days ago
ایرلینډ د مالي ستونزو له کبله له افغانستان سره کرکټ لوبه وځنډوله
-
تازه خبرونه5 days ago
هندي سوداګرو د پنجشېر په کانونو کې پانګونې ته لیوالتیا ښکاره کړه
-
تازه خبرونه5 days ago
چین له افغانستان سره د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days ago
څار: له روسیې سره پر ۳۰ ورخني اوربند د اوکران راضي کېدا