تازه خبرونه
زمبابوی له افغانستان سره کرکت سیالۍ لغو کړې

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ تی ۲۰ کرکت نړیوالې سیالۍ، چې ټاکل شوې وه په زمبابوی کې ترسره شي؛ د کرونا ناروغۍ د خوریدو له کبله لغو شوې.
د راپورونو له مخې، د زمبابوې کوربه هېواد د دې لوبو لغوه کیدل د لوبغاړیو د روغتیا خوندیتوب بولي.
تمه وه، چې دغه لوبې په راتلونکې میاشت کې پیل شي؛ خو د زمبابوی حکومت د زمبابوی کرکت فدراسیون له غوښتنې سره – سره د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د کرکت پېنځه لوبې لغو اعلام کړې.
د زمبابوې د سپورت او تفریح کمیسیون مشر پرنس موپاز ویریهو په روانه اوونۍ کې ویلي؛ د اوس مهال لپاره دا د بهرنيانو لپاره مناسبه نده، چې زیمبابوې ته د سپورت لپاره راشي؛ ځکه، چې د قرنطین دورې د تېرولو لپاره به پوره وخت ونلري.
د زمبابوی کرکت فدراسیون مشر توینګوا موکوهلنا ویلي، چې د دواړو هېوادونو د لوبو لغو کیدل یوه اړتیا وه، چې د دې هېواد لوبډله له ځاني زیانونو خوندي پاتې شي.
هغه زیاته کړې؛ دا هېواد او س هیله من شوی، چې د اکتوبر په میاشت کې به پاکستان ته سفر وکړي او په نړیوال لیګ کې، چې د کرکت نړیوال فدراسیون تازه څرګندونه ده؛ ګډون وکړي او د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته لار ومومي.