تازه خبرونه
زلمي خلیلزاد د پاکستان له لوی درستیز سره ولیدل

د افغان سولې پخواني امریکایي استازي زلمي خلیلزاد اسلام آباد ته د سفر پر مهال د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره وکتل.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر پرون ناوخته په ډاګه کړې، چې دواړو لوریو د سیمې پر امنیت او پر بېلابېلو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د یادې سرچینې په څرګندونه کې راغلي، چې قمرباجوه د غونډې په ترڅ کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالې همکارۍ او هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د سرچينې په وينا، زلمي خليلزاد د سيمې په ثبات کې د پاکستان د رول ستاينه وکړه او څرګندوي، چې له بېلابېلو پاکستانيو ګوندونو سره به د ډيپلوماټيکو همکاريو د پراختيا لپاره کار وکړي.
د یادونې وړ ده، چې خلیلزاد په یوه امنیتي غونډه کې د ګډون په موخه پاکستان ته سفر کړی و.
د تېرې پنجشنبې پر ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په هېواد کې وروستیو کړکېچونو ته په نغوته کې پر امریکا نیوکې کړې وې.